پاکستانۍ "تندلارې رسنۍ"
په امریکا کې د يوولسم سپټمبر تر پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال په پاکستان کې د وسله والو او د هغوی د فکري ملګرو سازمانونو او ادارو له لوري د مذهبي ورځپاڼو او مجلو شمېر زيات شوی دی. د کارپوهانو په وينا دغه چاپي رسنۍ په مستيقمه يا غير مستقيمه توګه د وسله والو ډلو نظرياتي مرسته کوي او په ټولنه کې تندلاريتوب او سختدريځۍ ته وده ورکوي. په دې اړه د عبدالحی کاکړ وېډيويي رپورټ وګورئ.