د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروسۍ لیکواله سوېتلانا الېکسيېوېچ په نوبېل ونازول شوه


بېلاروسۍ لیکواله سوېتلانا الېکسيېوېچ په نوبېل ونازول شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

د ادبیاتو په برخه کې د ۲۰۱۵ز کال نوبېل انعام ګټونکې سوېتلانا الېکسيېوېچ ویلي، نوموړې د پراخې روسیې برخه ده. تېره ورځ د سویډن نوبېل کمېټۍ تر اعلان وروسته الېکسيېوېچ د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې خبریالانو ته وویل، د پراخې ((روسۍ نړۍ)) برخه ده خو د پخواني شوروي اتحاد مشر جوزف ستالېن یا روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د نړۍ نه. ۶۷ کلنه الېکسيېوېچ د پخواني شوروي اتحاد په غړي هېواد اوکراین کې زېږېدلې وه. د نوموړې پلار بېلاروسی او مور یې د اوکراین وه. الېکسيېوېچ په روسۍ ژبه لیکل کوي. خبري غونډې ته د وینا پر مهال نوموړې وویل، دا نوبېل انعام د دې لپاره نه، بلکې د دې ((د فرهنګ یا کلتور او د دې د هغه وړوکي هېواد لپاره دی چې د تاریخ په مېچنه کې پاتې شوی دی.)) د سوېتلانا الېکسيېوېچ په ځېنو مهمو کتابونو کې د ناڅي نیواک یا اشغال ښکار شویو حوالې او شهادتونه، د چرنوبل اټومي بټۍ ناورین او پر افغانستان د شوروي اتحاد حملې حال شامل دي.

XS
SM
MD
LG