د پاکستان او نیو زیلینډ لوبډلو ترمینځ د پینځو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ مساوي شوې ده ځکه چې دواړو خواوو دوه، دوه سیالۍ ګټلي دي او لومړۍ هغه بې نتیجې پاتې شوې وه.
د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د اپرېل پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه چې پکې د پاکستان کرکټ لوبډلې نیو زيلېنډ ته په نهو منډو ماتې ورکړه.
د پاکستان لوبډلې لومړی بیټېنګ (توپوهنه) وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سر ۱۷۸ منډې وکړې. بابر اعظم ۶۹ او فخر زمان ۴۳ منډې وکړې. د نیو زیلینډ جېمز نیشم، وېلییم اورورک او اېش سودي یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې د نیو زيلینډ ټول لوبغاړي په وروستۍ اوور کې په ۱۶۹ منډو وسوځېدل. ټېم سایفرټ ۵۲ او جاش کلارکسن ۳۸ منډې وکړې. د پاکستان شاهین شاه اپرېدي څلور، اسامه میر دوه او عماد وسیم یو لوبغاړی وسوځاوه.
شاهین شاه اپرېدی د سیالۍ او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.
تر دې وړاندې دوه سیالۍ نیو زیلینډ او یوه پاکستان ګټلې وه.
لوبلړۍ د اپرېل پر ۱۸مه پیل شوې وه او لومړۍ سیالي د باران له امله لغوه شوې وه او بې نتیجې پاتې شوې وه.