د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان میډیا ډیویلپمنټ ادارې قانوني مسودې پرضد د خبریالانو احتجاج


پاکستان کې بیا بیا خبریالان او مدني فعالان پر رسنیو د بندیزونو ضد احتجاجونه کوي. اسلام اباد کې پر خبریالانو د بریدونو ضد لاریون، ۲۰۲۱، ۲۸م مې
پاکستان کې بیا بیا خبریالان او مدني فعالان پر رسنیو د بندیزونو ضد احتجاجونه کوي. اسلام اباد کې پر خبریالانو د بریدونو ضد لاریون، ۲۰۲۱، ۲۸م مې

په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته د خبریالانو احتجاجي ناسته د سېپټمبر پر ۱۳مه (نن) پر دویمه ورځ هم دوام لري.

دوی د پاکستان میډیا ډیویلپمنټ اتارټۍ (پي اېم ډي اې) په نوم د وړاندېکېدونکي قانوني مسودې پرضد پر احتجاج دي او له حکومته غوښتنه کوي چې دغه قانون دې نه جوړوي.

خبریالانو د اتوار پر ورځ د اسلام اباد له پرېس کلبه د پاکستان پارلېمان تر ودانۍ لاریون وکړ او بیا یې هلته احتجاجي ناسته پیل کړه. په دې پرلت کې د خبریالانو وفاقي او سیمه ییز تنظیمونه برخه اخلي.

د خبریالانو وینا وه چې د پاکستان مېډیا پرمختیا ادارې په نوم چې حکومت کوم بل راوړي نو له دې لارې پر خبریالانو بندیزونه لګول غواړي چې هغوی له ریښتیا ویلو څخه راوګرځوي. تر اوسه د پي اېم ډی اې قانوني مسوده رسنیو ته نه ده راوتلې، ځکه خو خبریالان اندېښمن دي چې د دې مسودې په جوړولو کې یې مشوره نه ده ورسره کړې.د دوی غوښتنه ده چې سرکار دې دا بل بیرته واخلي یا دې له دوی سره مشوره وکړي یا دې یې په اعتماد کې واخلي.

د اسلام اباد یوه خبریال عبدالهادي قرېشي سرکاري بل پر رسنیو یو برید وباله. نوموړی زیاتوي چې د لاریون او پرلت موخه یې دا ده چې دا قانوني مسوده منظوره نه شي.

یو بل خبریال فرهاد وايي چې د قانوني مسودې موخه د خبریالانو پر غږ د پابندۍ لګولو هڅه ده.

وفاقي حکومت وايي د پاکستان مېډیا پرمختیا ادارې په نامه قانوني مسوده به د رسنیو لپاره کاري چوکاټ ټاکي او له دې څخه پر سرغړوونکو به له ۱۰ لکو تر ۲۵ کروړو روپو جرمانې لګېدلی شي. د دې مسودې له مخې به پاکستان مېډیا پرمختیا اداره لاندې به د ملک ټولې رسنۍ لکه چاپي، ټېلېویژن، راډيو، فلمونه، او ډېجیتل مېډیا تر یوه چتر او قانوني چوکاټ لاندې راوستل کېږي. دا مهال پاکستان کې د پیمرا په نامه د برېښنايي رسنیو کنټرولولو اداره هم شته چې د خبریالانو په وینا بیا بیا یې د غږ غلي کولو هڅې کوي.

خبریالان، د بشري حقونو فعاالان او قانوپوهان وايي چې د پي اېم ډي اې په نامه بل د خبریالانو قابو کولو یوه بله هڅه ده. خبریالان تور پورې کوي چې د تحریک انصاف په واکمنۍ حکومت د دې قانون په جوړولو سره د دوی غږ غلی کول غواړي.

بلخوا وزیراعظم عمران خان او وزیرانو يې په وار وار ویلي چې په پاکستان کې مېډیا تر هر ملک زیاته ازاده ده او دا چې حکومت یې د مېډیا په ازادۍ باور لري.

XS
SM
MD
LG