د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د امن او بنیادي سهولتونو لپاره د اورکزو مموزو ولس احتجاج دوام لري


پېښور کې د نهې په ورځ د مموزو لاریون. ۲۰۲۱، ۱۲م اکتوبر
پېښور کې د نهې په ورځ د مموزو لاریون. ۲۰۲۱، ۱۲م اکتوبر

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې له دوشنبې/ګل راهیسې د بره اورکزو د مموزو قومي اتحاد احتجاجي پرلت لاهم دوام لري.

دوی په خپله سیمه کې تلپاتې امن غواړي، په مموزو کې د پوځي عملیاتو پر وخت د ړنګو کورونو سروې او د ورسېدلو تاوانونو معاوضه غواړي، د صحت او تعلیم په ګډون ګڼې نورې بنیادي بشري اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د مموزو قومي اتحاد مشر بلال الدين مشال رېډيو ته ویلي لاهم د خیبر پښتونخوا حکومت هېڅ یو داسې چارواکی دوی ته نه دی ورغلی چې ستونزې یې واوري او هوارې یې کړي. د نوموړي په خبره د حکومتي ګوند ځینې غړي تللي راغلي دي خو هغوی یې د ستونزو هوارولو جوګه نه دي.

بره اورکزو کې لس کاله وړاندې د پوځي عملیاتو پس د بې کوره شویو خلکو کنډواله او کنډکپر کورونه
بره اورکزو کې لس کاله وړاندې د پوځي عملیاتو پس د بې کوره شویو خلکو کنډواله او کنډکپر کورونه

بلال الدین زیاته کړه چې په صوبايي اسمبلۍ کې د دوی د سیمې استازی غزن جمال چې خپله د واکمن تحریک انصاف غړی دی، له دوی سره په پرلت کې ګډون هم کړی او د ده په ګډون ضلعي انتظامیې هم وعدې ورسره کړې خو په عمل کې پر میدان هېڅ هم نه ترسترګو کېږي. نوموړي له اوږدې بې کورۍ پس خپلو سیمو ته د ستانه شویو څه نا څه ۲۰ فیصده تللیو وګړو د راتلونکې په باب په خپګان سره وویل چې: ((بنیادي اسانیتاوې لکه سکولونه اوهسپتالونه نه شته نو ښکاره ده چې بې تعلیمه به لویېږي. دې ستانه شویو خلکو لپاره حکومت هېڅ یوه نوې تعلیمي اداره نه راوړه چې د دوی بچیان زده کړې پکې وکړي. یوازې درې پخواني سکولونه یې فعال کړي دي. خو د مموزو په سیمه کې نه سړکان جوړ شول، نه د اوبو رسايي راوستل شوه، نه یې خپل حق راکړ. نو څنګه مطمین شو. له تېرو لسو کلونو راهیسې د مموزو ولس بې کوره ژوند تېروي.))

بلال الدین دړکه وکړه که یې د خیبر پښتونخوا حکومت یې غږ وا نه ورېد نو تکل لري چې خپل پرلت اسلام اباد ته یوسي.

په دې احتجاجي پرلت کې مل د عوامي نیشنل پارټۍ د اورکزو ضلعې صدر مثل خان اورکزی چې د مموزو له سیمې سره جوخت له عليخېلو دی وايي چې د درې لکه ابادۍپه دې سیمه(د اورکزو بره تحصیل) کې د ښځو لپاره هېڅ یو سکول نشته. د نوموړي په خبره یوازې یو بنیادي روغتیايي مرکز لري چې نه پکې ډاکټر او نه هم نرسه شته. د ښځو ناروغانو علاج یې ډېر لویه مسله وي او خاصکار د امېدوارو میندو د بیمارۍ ستونزې یې هم ډېرې دي.

مثل خان اورکزی زیاتوي د دوی په سیمه کې د پولیس د یوې څوکۍ او د ملېشو د ځینو چیک پوسټونو پرته هېڅ حکومتي اداره شتون نه لري.

یاده دې وي چې د مموزو ولس د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه (نهې/سېشنبې) شوي احتجاج ته په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړي سید غازي غزن جمال هم ورغلی وو او هلته یې په خپله وینا کې ویلي ول، دی مني چې په مموزو کې د نورو علاقو په مقابل ډیر کم کار شوی خو ژمنه یې وکړه چې د دوی سیمه یې په لومړیتوبونو کې ده.

نوموړي ویلي، په سیمه کې یې د دوه نويو سرکاري سکولونو له جوړېدو سره سره د اوبو درې سکیمونه، له سامي تر غلجو د سړک تعمیر او د نهري نظام جوړولو منظوري ورکړې. غزن جمال دا هم ویلي، په مموزو کې د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت د ړنګ شويو کورونو سروې روانه ده او څوک به هم له مرستو نه پاتې کېږي.

د بره اورکزو سیمې کنډواله کورنه
د بره اورکزو سیمې کنډواله کورنه

مموزو د بره اورکزو په حدودو کې راځي چې پکې په ۲۰۱۰ز کال د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات وشول، هغه مهال نېږدې ۱۳ زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې. د اورکزو مموزو ولس پینځه تپې لري، میرکلام خېل، ادوخېل، سیپای، ادرم خېل او اخونزاده ګان چې په څه نا څه څلوېښتو کلیو مشتمله سیمه ده، هلته د رجسټرډ ووټونو شمېره ۳۷ زره ده.

د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې سرکار د دې سیمې پر بې کوره شوي ولس غږ وکړ چې خپلو کلیو بانډو ته ستانه شي، په دوی کې څه نا څه ۶۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته وګرځېدې خو لوی شمېر کډوال یې لاهم په هنګو، کوهاټ، پېښور او نورو سیمو کې میشته دي.

د مموزو پاتې کورنۍ وايي، ترڅو چې امن نه وي راغلی، د ژوند بنیادي سهولتونه نه وي برابر شوي نو څنګه خپلو سیمو ته ستانه شي؟

د عوامي نیشنل پارټۍ د اورکزو ضلعې مشر مثل خان وايي چې د دوی سیمه یو شمېر قدرتي زېرمې لکه کویله، کرومایټ، تېل، ګیس او ځینې نور قېمتي کاڼي لري. د نوموړي په خبره چې په اورکزو کې مموزي، سمانه، علیخېل او کلایه یې د سېلګرۍ څلور مشهورې سیمې دي او که سرکار پکې د سیاحت د ودې کارونه وکړي نو ګڼ سېلانیان به ورمات شي او د سیمې ولس به له خپلو کورونو سره جوخت کارونه ومومي.

د بره اورکزو یوه سیمه
د بره اورکزو یوه سیمه
د بره اورکزو سیمه
د بره اورکزو سیمه

XS
SM
MD
LG