د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک له لاریونوالو سره نښته کې یوشمېر پولیس مړه، ۲۵ تنه ژوبل


د کالعدم مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان په زرګونه پلویان د لاهور له مریدکې د اسلام اباد پلو روان شوي دي
د کالعدم مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان په زرګونه پلویان د لاهور له مریدکې د اسلام اباد پلو روان شوي دي

د ناقانونه تحریک لبیک پاکستان له پلویانو سره په نښته کې یوشمېر پولیس وژل شوي او څه نا څه ۲۳ تنه ژوبل دي.

تازه اخ و ډب هغه مهال رامینځ ته شو چې د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه (نن) له حکومت سره د خبرو تر ناکامۍ وروسته د تندلارې مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان په زرګونه پلویانو چې د پنجاب مرکز لاهور کې یې له مریدکې سره نېږدې پړاو وهلی وو یوځل بیا د اسلام اباد پر لور مخه کړه.

تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي او د دوی مشر سعد رضوي دې ژر تر ژره خوشې کړل شي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې له تاوتریخولي ډک احتجاج وروسته چې د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد وو، نیول شوی وو.

د اکتوبر پر ۲۲مه نېټه ټي اېل پي بیا په لاهور کې د خپلو غوښتنو په حق کې د اسلام اباد پر لور لاريون پیل کړ، پر هغه ورځ یې پولیسو مخه ونیوله او په ترڅ کې یې د پولیسو او د یادې ډلې د پلویانو ترمینځ په اخ و ډب کې دوه پوليس والا وژل شوي او يوشمېر ژوبل شوي ول. خو د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار پر ټوېټر په يو بيان کې ويلي دي چې د وژل شویو پوليسو شمېر درې دی

له نښتو وروسته ورسره د پاکستان وفاقي حکومت مذاکرت پیل کړل خو د وروستیو مالوماتو له مخې ناکامه شوې دي.

په عین حال کې د پنډۍ او اسلام اباد انتظامیې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلي دي او په پنډۍ کې یې د تحریک ځینې سیمه ایز مشران هم نیولي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزیر ویلي چې د تر بندیز لاندې ډلې تحریک لبیک پاکستان د زیاترو غوښتنو پوره کولو ته ژمن دي خو د فرانس سفارت بندول او یا فرانسې سفیر له هېواده د شړلو شرط ورته د منلو وړ نه دی.

شیخ رشید احمد د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل د حکومت او تحریک لبیک ترمینځ په خبرو کې زیاتره پرمختګ شوی او حکومت یې ټولو غوښتنو منلو ته تیار دي خو په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له هېواده نه شي ایستلی.

تحريک لبيک پروسږ کال (۲۰۲۰) د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد احتجاج پیل کړی وو. هغه مهال د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون د خاکو خپرېدو دفاع کړې وه او ويلي ول چې له هېچا سره د بیان پر ازادۍ جوړ جاړی نه کوي.

تحریک لبیک پاکستان څنګه راپورته شو؟

تحریک لبیک پاکستان پر حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره له تشدده ډکو لاریونونو او مظاهرو کولو تاریخ لري.

په ۲۰۱۷ز کال کې د نواز شريف په واکمنۍ کې په انتخاباتي حلف نامه کې دختم نبوت په حواله د لانجمن اییني ترميم پرضد تحريک لبيک ډلې د هغه کال په نومبر مياشت کې په فيض اباد کې پرلت وواهه او د هغه وخت د قانون وزير ذاهد حامد د استعفا او له حکومت سره د يوې لوظنامې وروسته يې خپله دهرنا ختمه کړه.

دا ډله څنګه دومره پیاوړې شوه چې په حکومت خپلې غوښتنې ومني. په اسلام اباد کې خبريال سبوخ سيد چې د مذهبي ډلو او د هغې د مشرانو په اړه يې راپورونه هم جوړ کړي، د مشال راډيو خبریال احمدالله ته وويل هر کال پینځه شپږ مياشتې داسې وي چې مذهبي ډلې يې له مذهب سره تړي لکه ربيع الاول، محرم، رجب، شعبان او روژه. په دې مياشتو کې د مذهبي ډلو دا مشران د مذهب په حوالې سره بيانونه ورکوي، او په داسې کولو سره دوي د خلکو ذهنونه جوړوي.

د نوموړي وينا وه،"په پاکستان کې مذهبي بيانيه د هميشه نه قوي پاتې ده او د تحريک لبيک مشرانو د خپلو بيانونو له لارې ختم نبوت، رسول الله سره عشق، صحابوو او اهل بیت سره مينه او يوشمير نور موضوعات دومره حساسه جوړ کړي چې څوک پرې خبره نه شي کولی نو يو خو د مذهب کارډ په استعمالولو سره يې ځان مضبوط کړی، او بله وجه يې په رياستي کچه د دې ډلې سره نرمه رويه او ملاتړ موجود دی او واضح مثال يې د ۲۰۱۷ز کال د دهرنې وروسته د يو اعلې پوځي افسر لخوا د دې ډلې په پلويانو کې پېسې ويشل وو، د دې ترڅنګ يادې ډلې تر هر احتجاج وروسته په حکومت خپلې غوښتنې منلي چې له وجې يې حوصلې اوچتې شوې دي.

که څه هم ځينې د سياسي چارو شنونکي او يوشمېر ملکي وګړي د هغه ډلو پرضد د سختو ګامونو اخيستو غوښتنه کوي چې د رياست عملداري چېلنجوي، خو د حکومتي ګوند تحريک انصاف د کورنيو چارو پخواني وزير اعجاز شاه پروسږ کال په نومبر مياشت کې ويلي ول چې د طاقت د استعمال پرځای خبرې اترې د مسلې غوره لاره ده.

په اسلام اباد کې د ديني چارو يو پوه وقاص خان د حکومت لخوا له مذهبي ډلو سره شوي تړونونه په هېواد کې د دغو ډلو د اثر او نفوذ د لا زياتېدو يو لامل ګڼي. د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په خبرو کې د نوموړي وينا وه، "په پاکستان کې چې د طاقت کومې اصل سرچينې دي نو هغوي هميشه داسې مذهبي او يا لساني ډلې د خپلو سياسي مقاصدو د حاصلولو لپاره جوړوي. تحريک لبيک ډله څو کاله مخکې چا نه پېژندله خو د لومړی ځل لپاره د مسلم ليګ (ن) حکومت پرضد استعمال کړل شوه او چې کله تېر حکومت يې پرضد د طاقت استعمال وکړو نو د امنېتي ادارو مشرانو لخوا ورته وويل شو چې دا زموږ خپل خلک دي او د طاقت استعمال پرځای د خبرو اترو له لارې معامله هواره کړئ نو د دومره ډاډ وروسته زړونه يې نور هم غټ شول او پر مخ روان دي."

د وقاص خان په وينا چې کله هم مذهبي ډلې لارو کوڅو ته راوځي نو دوی د خلکو جذبات راپاروي چې په نتيجه کې نوي خلک له ځان سره ملګري کوي او حکومت تل د مذهبي ډلو د خوشالولو کوښښ کړی چې ورسره دا ډلې نورې هم پیاوړې شي.

تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه.

دا ګوند په انتخاباتو کې هم برخه اخلي او دا مهال یې د سیند په صوبايي اسمبلۍ کې درې غړي دي. په دوی کې دوه په ټاکنو کې بریالي شول او یو یې پر ځانګړې څوکۍ کامیابه شو.

XS
SM
MD
LG