د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد حسین رضوي د لاهور له زندانه ازاد


کراچۍ کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د خپل مشر سعدحسین رضوي تصویر راخیستی او د پرېښودو غوښتنه یې پر لیکلي. ۲۰۲۱، ۲۴ اکتوبر
کراچۍ کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د خپل مشر سعدحسین رضوي تصویر راخیستی او د پرېښودو غوښتنه یې پر لیکلي. ۲۰۲۱، ۲۴ اکتوبر

پنجاب حکومت د یوې تندلارې مذهبي ډلې تحريک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) مشر سعد حسین رضوي له زندانه خوشې کړ.

سعد رضوي د حکومت پرضد د مظاهرو لپاره د خپلو پلويانو هڅولو په تور د روان ۲۰۲۱ز کال د اپرېل په ۱۲ نېټه نيول شوی وو.

د ټي اېل پي وياند صدام بخاري مشال راډيو ته وويل چې پنجاب حکومت يې د تحریک مشر د نومبر پر ۱۸مه د لاهور له کوټ لکپت زندانه خوشی کړ.

پنجاب حکومت د نومبر پر ۱۱مه د سعد رضوي نوم له هغه ليسټه هم لیرې کړی و، چې د ترهګرۍ يا فرقه ييز تعصب خپرونکو کسانو نومونه پکې شاملېږي.

د اکتوبر پر ۳۱مه د پاکستان حکومت او تحريک لبیک پاکستان ترمینځ له يوې هوکړې وروسته د دې تحريک پلويانو هغه لاريون پای ته ورسولو، چې له اسلام اباده يې د فرانسې سفیر د شړلو او د خپل ګرفتار مشر سعد رضوي خوشې کولو له غوښتنو سره له لاهوره پيل کړی وو.

سعد رضوي ازاد شو علي وزیر بندي دی؟

د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد رضوي‌ په داسې حال کې پرېښودل شوی چې تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان پارلېمان ګډې غونډې ته له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دی، د قامي اسمبلۍ سپیکر د هغه پروډکشن آرډر یا پارلېماني غونډې ته د راوستلو امر نه و جاري کړی او هم په دې لړ کې د حزب اختلاف ګوندونو په حکومت او د اسمبلۍ پر سپیکر اسد قیصر سختې نیوکې کړې وې.

کراچۍ کې د پي ټي اېم او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د نومبر پر ۱۴مه (۲۰۲۱) په کراچۍ کې د علي وزیر د راخوشې کولو لپاره مظاهره وکړه
کراچۍ کې د پي ټي اېم او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویانو د نومبر پر ۱۴مه (۲۰۲۱) په کراچۍ کې د علي وزیر د راخوشې کولو لپاره مظاهره وکړه

د علي وزیر د ګرفتارۍ موضوع د نومبر پر ۱۷مه نېټه د جماعت اسلامي سېنېټر، مشتاق احمد خان، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د پارلېمان په مشترکه غونډه کې او هم په دې ورځ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي د ګرانۍ خلاف د پاکستان جمهوري تحریک د کوټې په جلسه کې یاده کړه.

کله چې د نومبر پر ۱۷مه نېټه د پاکستان پارليمان د جاسوسۍ په تور ګرفتار هندي وګړي کلبوشن يادو ته د وکيل درلودو اجازه ورکولو بیل منظوراوه نو د رايو اچونې په موقع د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان پر دې بیل سخت نيوکې وکړې او ویل یې چې د کلبوشن يادو لپاره قوانين جوړيږي خو په پارليمان کې د وزیرستان استازی علي وزیر په جيل کې اچول شوی. هغه وویل دی د دې اقدام غندنه کوي.

محسن داوړ د پارلېمان ګډه غونډه کې (۲۰۲۱، ۱۷ نومبر) د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف وینا وکړه.
محسن داوړ د پارلېمان ګډه غونډه کې (۲۰۲۱، ۱۷ نومبر) د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف وینا وکړه.

یاده دې وي د پاکستان امنيتي ځواکونو کلبوشن یادو په ۲۰۱۶ز کال کې په بلوچستان کې ونيو او د جاسوسۍ تور یې پرې پورې کړ. هند د هغه قضیه (کیس) د څېړنې نړیوال عدالت ته یووړ. هلته جج حکم کړی وو چې پاکستان دې یادو ته د وکيل کولو اجازه ورکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان پارلېمان ګډې غونډې ته د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله وینا کې وویل، دا ډېر د خپګان او شرم ځای دی چې نن علي وزیر دلته موجود نه دی.

محسن داوړ زیاته کړه چې د نومبر پر ۱۶مه ګډ اپوزېشن د علي وزیر پارلېمان ته د راوستو لپاره سپیکر ته لیک هم استولی وو، نن ورځ دلته د هغه په نه موجودګۍ د وزیرستان حلقه له نمایندګۍ محرومه کړل شوې ده.

دلته د تحریک لبیک پاکستان له خلکو سره مذاکرات کېږي، د هغوی کسان پرېښودل کېږي، د ټي ټي پي کسان پرېښودل کېږي، کلبوشن خوشې کېږي. ابي نندن پرېښودل کېږي. خو علي وزیر د یوې وینا په سر له تېر څه کم یوه کال راهیسې په زندان کې دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۱۷مه (۲۰۲۱) په کوټه کې د پي ډي اېم په جلسه کې د علي وزیر د ګرفتارۍ پر مسله خبرې وکړې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۱۷مه (۲۰۲۱) په کوټه کې د پي ډي اېم په جلسه کې د علي وزیر د ګرفتارۍ پر مسله خبرې وکړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د نومبر پر ۱۷مه په کوټه کې د ګرانۍ خلاف د پي ډي اېم په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر د ګرفتارۍ پر مسله خبرې وکړې. نوموړي وویل څوک چې توپک رااخلي او ګولۍ اوروي نو حکومت له هغوی سره مذاکرات کوي خو علي وزیر چې د خاندان ۱۷ کسان یې وژل شوي دي، هغه یې زنداني کړی دی. محمود خان اڅکزي وویل، له پي ټی اېم سره د ځینو خلکو اختلاف پر خپل ځای خو هغوی کوتک نه دی رااخیستی نو بیا ولې علي وزیر په جېل کې دی؟

علي‌ وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي‌ دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.

خو د علي‌ وزیر وکيل قادرخان ايډوکيټ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه ردوي. دوی وايي ، علي وزير د ریاست خلاف نه دی بلکې په سوله ییزه توګه د پښتون قام اییني حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG