د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟


د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې مخ په خرابېدو دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:44 0:00

په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې له وسلوالو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسلوالو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. تحریک جهاد پاکستان پر امنیتي ځواکونو د برید ذمه واري منلې ده. دا اوونۍ "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې پر دې موضوع له مېلمنو سره خبرې کوو چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې ولې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی؟

په داسې حال کې چې د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ ویلي چې وسله والو ډلو سره به هیڅکله مذاکرات ونکړي، د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په وسله والو بریدونو کې د پاکستان د پوځ ۲۵ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. ددې تر څنګ د ډیره اسماعیل خان په اړوندو سیمو کې هم د امنیت وضع خرابه ده، او امنیتي ادارې دغلته د عملیاتو ترسره کولو ادعاوی کوي. نن د کرښې په غاړه کې د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعو ته ورځو او هلته د امنیت په تازه صورتحال خبرې کوو.

XS
SM
MD
LG