د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د ولاړو ټرکونو ډرایوران: د کروړونو روپيوو مالونه مو خرابېږي


په تورخم کې د ولاړو ټرکونو ډرایوران: د کروړونو روپيوو مالونه مو خرابېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه لا هم د هر ډول تجارتي تګ راتګ په وړاندې بنده ده. د دې له کبله د پاکستان او افغانستان غاړو ته په بېلا بېلو سامانونو بار په سلګونه داسې لارۍ ایسارې شوې دي چې د اوښتو په انتظار دي. د یادو لاریو ډرایورانو مشال راډیو ته ویلي چې د دوی انتظار، ستونزې او ستړیاوې پر خپل ځای ځورونکې دي خو د دوی په وینا، په هره لارۍ کې په کرړونو روپیو مالونه دي کوم چې د خرابېدو په حال کې دي. دا له هغه وروسته ده چې پاکستانیو چارواکو د جنورۍ پر ۱۳مه اعلان وکړ چې نور به هېڅ يو افغان ډرايور ته اجازه ورنکړي چې له پاسپورټ او وېزې پرته پاکستان ته واوړي. تر هغه وروسته په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم په غبرګون کې ورته ګام پورته کړ او له پاسپورټ او ویزې پرته یې د پاکستانیو ډرایورانو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواری په دې اړه ويډيويي رپورټ لري.

XS
SM
MD
LG