د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بایډن وايي امریکا د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده


د امریکا ولسمشر جو بایډن ـ انځور له ارشیفه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ـ انځور له ارشیفه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان وزيراعظم ته یو لیک استولی او نوي منتخب حکومت ته یې د نیکو هېلو څرګندونه کړې ده.

د پاکستان دولتي راډيو د مارچ پر ۲۹مه، خبر ورکړي چې ولسمشر جوبایډن په خپل لیک کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ ملګرتیا د نړۍ او خلکو د امنیت لپاره مهمه ده.

دا شهباز شریف ته د وزيراعظم تر جوړېدو وروسته د ولسمشر جو بایډن لومړنی لیک دی.

ولسشمر جو بايډن په ليک کې ويلي دي چې امریکا به د نړۍ او سیمې په مهمو چیلنجونو کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه وي.

ولسمشر وویل چې د ټولو لپاره د عامې روغتیا، اقتصادي پرمختګ او تعلیم تضمین کول یو هدف دی او دواړه هېوادونه به په ګډه دې ته وده ورکړي.

نوموړي وويل چې دواړه هېوادونه به د امريكا او پاكستان شین اتحاد فريم ورک له لارې د چاپېريال د ښه كولو لپاره خپل اتحاد ته دوام وركړي.

جو بایډن د ۲۰۲۲ز کال د سېلابونو له ویجاړونکو اغېزو څخه د ژغورنې په برخه کې پاکستان ته د کرنې پراختیا، د اوبو مدیریت او د ژغورنې په برخه کې د مرستو جاري ساتلو هوډ هم څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG