د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط ځنډولی دی


په تورخم کې د تجارتي مالونو ګاډي د سړک پر غاړه ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.
په تورخم کې د تجارتي مالونو ګاډي د سړک پر غاړه ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر ویلي چې پاکستان افغان ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړی او تر دې وروسته به افغان ډریوران په ځانګړې پاڼه پاکستان ته د داخلېدو اجازه ولري.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت افغان ډرېورانو ته د مارچ تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تګ راتګ لپاره هغه اسناد بشپړ کړي او که څوک هغه شرط پوره نه کړي نو پاکستان ته د اخلېدو اجازه به نه ورکوي.

د پاکستانیو چارواکو له خوا په تورخم کې د پخواني اعلان عکس
د پاکستانیو چارواکو له خوا په تورخم کې د پخواني اعلان عکس

د پاکستان او افغانستان د تجارت ګډې خونې مشر شاهد حسېن مشال راډیو ته وویل چې پاکستان د افغان ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې له شرطه په شا شوی دی او دغه پرېکړه په کابل کې د پاکستاني پلاوي او طالبانو حکومت ترمینځ د خبرو په مهال شوې ده.

هغه وویل: "د ډرېورانو لپاره پاسپورټ او ویزې سمون نه خوړو، دواړو خواوو ته په سفري اسنادو جوړولو کې ستونزې وې. د ټرانسپورټ بېل لوازمات دي لکه یو ډرېور بدلېږي رابدلېږي نو په داسې حال کې بیا ډیره ګرانه وي او بیا په میاشت کې دوه او درې ځلې په تورخم باندې د دخول او او خروج ټاپې وهل هم ناممکن ول. ګاډي به ډېر وخت ولاړ ول او ډریورانو به انتظار کاوه."

شاهد حسین وویل چې افغان ډرېورانو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې ورکړل شوی مهلت له مینځه وړل شوی او اوس به ډریوران تر دوو میاشتو له اسنادو پرته تګ راتګ کولی شي او په تر هغې وروسته به ورته ځانګړې اجازتنامه (پرمټ) ورکړل شي او پر هغې به له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کوي.

د پاکستان هغه پلاوی د مارچ پر ۲۵مه کابل ته تللی وو او د مارچ تر ۲۸مې د طالبانو حکومت له چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

مذاکرات او په دې کې شوې پرېکړه په کابل کې د پاکستان ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني پر ټولنیزو رسنیو کې په خپره کې ویډیو کې تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ د نښتو او د اسلام اباد له لوري د مال وړونکو ډرېورانو او کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو د شرط تر لازمي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تجارت کم شوی دی.

شاهد حسین وویل چې له دې پرته د دواړو خواو ترمینځ د تجارت زیاتولو لپاره ځینې لوظنامې هم نوې شوي دي: "سوداګرو لپاره د پاکستان له خوا د ډالرو په راکړه ورکړه کې هم اساني شوې ده. د سوداګرو لپاره د ډالر په مد کې د بېنک ګارنټي لغوه شوې او یوازې انشورنس ګارنټي به ورته کافي وي. بل که افغان تاجران له بهره مال راوړي نو د کراچۍ په بندر به یې مالونه خالي کانټېنرو ته اړوي او د ځایي کمپنیو په ذریعه به یی افغانستان ته وړي او له دې سره به یې د کرایې مصرف راکم شي. بل د پاکستان او افغانستان د خپل پیداوار یاني خوارکي شیانو په امپورټ ایکسپورټ باندې هم خبرې وشوې چې دا پرې راکمه کړي او یا یی ختمه کړي."

پر تورخم او نورو لارو له پیړیو راهیسې خلکو بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د بارډرمنیجمنټ په نوم د پولې سنبالولو پالیسي عملي کړې او بغیر پاسپورټ او ویزې چا ته اجازه نه ورکوي چې په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي خو له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله. دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښت، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

XS
SM
MD
LG