د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر د پاکستان سفر کوي


د پاکستان او ایران بیرغونه ـ انځور له ارشیفه.
د پاکستان او ایران بیرغونه ـ انځور له ارشیفه.

د ایران سفارت وايي چې ايرانی ولسمشر ابراهيم ريسي د اپرېل له ۲۲مې د پاکستان سفر کوي.

دا به د ولسمشر ریسي کوم هېواد ته د خالي پر ورځ په اسرایيلو د ایراني ډرون بریدونو وروسته لومړی سفر وي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یو چارواکي چې له رسنیو سره یې اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو سره په خبرو کې، پاکستان ته، د ایراني ولسمشر د سفر پخلی وکړ خو په دې اړه یې نور تفصیل ور نه کړ.

هغه سرچينې وویل چې تر دا مهال د دې دوه ورځني سفر اجنډا نه ده نهايي شوې او په دې لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سره په رابطه کې دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل په دوه ورځني سفر د اپرېل پر ۱۵مه، پاکستان ته لاړ شي.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات سږکال په جنورۍ کې وروسته له هغې خراب شول چې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د دې پېښو وروسته د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو څو ورځې وروسته بېرته بحال شوې.

XS
SM
MD
LG