د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده


په سوات کې هم سېلابونو د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی: انځور اپریل ۱۵، کال ۲۰۲۴
په سوات کې هم سېلابونو د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی: انځور اپریل ۱۵، کال ۲۰۲۴

په خیبر پښتونخوا کې د اپریل له ۱۲مې نېټې راهیسې پیل شوې د تېزو بارانونو لړۍ لا روانه ده چې پکې د چارواکو په وینا تر دې مهاله لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.

له بارانونو وروسته په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راغلي، کورونه یې نړولي او لارې یې بندې کړې دي. د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې د اپرېل پر ۱۵مه ناوخته په رپورټ کې ویلي چې ۳۳۰ کورونه زیانمن شوي چې ۵۳ پکې په مکمله توګه ړنګ شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، دا زیانونه د صوبې په ۲۱ ضلعو کې رسېدلي دي. په دې ضلعو کې خیبر، کوز او بر دیر، کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، مانسهره، مومند، ملاکنډ، کرک، ټانک، مردان ، پپښور، چارسده، بونير، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي وزيرستان ، کوهاټ او اورکزی ضلع شامل دي.

پي ډي ایم اې وايي چې په دې ضلعو کې د زیات باران او سېلاب له کبله یو شمېر لارې هم بندې شوې وې چې د دوی په وینا د خلاصولو چارې یې روانې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند شهزاد احمد د اپریل په ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، سېلاب او باران ځپلو سیمو ته مرستندویه ټیمونه او مرستې لېږل شوې دي چې پکې خېمې، دارو درمل او خوراکي مواد هم شامل دي.

هلته د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي، د بارانونو له وجې په ټوچي خوړ کې سېلابونه راغلي دي چې له وجې یې د خوړ پر غاړه د خلکو ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي. د ځايي خلکو په وینا د دته خېلو په ماما زیارت سیمه کې د سېلاب اوبو دوه کسان لاهو کړي چې د یوه جسد موندل شوی خو د دویم لا څه پته نه لګېږي.

ټوچې خوړ له افغانستانه شمالي وزیرستان ته اوبه له ځانه سره لېږدوي چې وروسته تر لکي مروته پورې رسېږي. د خوړ پر غاړو د ځايي خلکو حاصل ورکوونکې ځمکې دي چې سېلاب ورته تاوان رسولی دی.

د سیمې اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د ټوچي خوړ پر غاړو دې حفاظتي دیوالونه ودرول شي څو د خلکو ځمکې او فصلونه خوندي پاتې شي. د دوی په وینا دا خوړ هر کال د سېلاب سره مخامخ وي او هر کال د خلکو فصلونه زیانونه ویني.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر منظور اپریدي د اپریل پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د ټوچي خوړ په غاړه په ځینو سیمو کې حفاظتي پشتې درول شوې دي خو د ټول خوړ پر غاړه پشتې درول اربونه روپۍ غواړي.

د یادونې وړ ده چې روانو بارانونو په پنجاب، بلوچستان او د ملک په نورو برخو کې هم پراخ ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

سېلابونو د خلکو فصلونو او کورونو ته هم تاوان رسولی دی: انځور اپریل ۱۵، کال ۲۰۲۴
سېلابونو د خلکو فصلونو او کورونو ته هم تاوان رسولی دی: انځور اپریل ۱۵، کال ۲۰۲۴

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف په هېواد کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې پر مرګژوبلې او مالي زیان خپګان ښوولی دی.

د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۴مه پر اېکس په بیان کې ویلي ول چې شریف چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې ژوبلو ته هر ډول طبي اسانتیاوې ورکړي.

د بیان له مخې نوموړي د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) او نورو اړوندو ادارو ته په اغېزمنو سیمو کې د مرستندویه چارو چټکولو امر هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG