د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې کړې دي


 د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

د بلوچستان سوداګرو د چمن پرلتوالو په ملاتړ د صوبې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه کړي دي. دوی ویل چې د چمن پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي او د ډیورنډ پر کرښه دې د ویزې او پاسپورټ شرط ختم شي. سوداګرو ویل د هغه شرط له وجې په صوبه کې کاروبار اغیزمن شوی دی. په چمن کې د تېر کال اکتوبر له ۲۱ مې راهیسې پرلت روان دی. پرلتوال له حکومته د چمن او اسپین بولدک ترمینځ پر دروازه د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ غوښتنه کوي، حکومت وایي چې دغه ګام په هېواد کې د امن ټینګ ساتلو او قاچاق د مخنیوي لپاره اخیستی دی.ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG