د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د ځونیخېلو(جانیخېلو) هغه څلور کلن ماشوم يې له وسلوالو ژغورلی دی چې څو ورځې مخکې یې تښتولی وو.
د بنو پولیسو د تحقیقاتي څانګې مشر اېس پي عقیق حسین د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې ماشوم یې تر صحي معاینې وروسته کورنۍ ته سپارلی دی.
هغه وویل، ماشوم يې هغه وخت پیدا کړ چې کله يې د وسلوالو پرضد د لټون عملیات کول، خو تښتونکي له هغه ځايه تښتيدلي ول.
د اپرېل په ۲۶مه د ځونیخیلو یو ماشوم چې پلار ېې د اېف سي ځواک سرتېری دی، له بنو ښاره موټر سایکل سپرو وسلوالو تښتولی وو.
د ماشوم تر تښتونې یوه ورځ وروسته، د ځونيخېلو ولسي مشرانو جرګې له انتظامیې او امنیتي چارواکو غوښتني ول چې ماشوم ژرترژره له وسلوالو ازاد کړي.
د ځونیخېلو یو مشر ملک موېز خان جرګې ته په وینا کې وویل چې هغه ماشوم د اپرېل پر ۲۶مه تښتول شوی خو پولیسو یې لا هم پته نه ده لګولې.
جرګې ویلي ول که ماشوم ازاد نه شي نو پرضد یې هغوی پراخ احتجاج پیلوي.
د بنو په ځونیخېلو کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې د سیمې اوسېدونکو یې پر ضد څو ځلې مظاهرې، احتجاجي ناستې او جرګې کړې دي.
د روان کال د جنورۍ پر ۲۵مه هم د سیمې ځایي مشرانو او فعالانو په یوه غونډه کې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه. هغه مهال انتظامي او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د امنیت ټینګښت لپاره هدفي عملیات کوي او پر مهال یې یوشمېر مشکوک وسلوال هم وژلي دي.