د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سوداګرو له افغانستان سره په تجارت کې د خنډونو ختمولو غوښتنه کړې ده


د ۲۰۲۳ز کال د سېپتېمبر پر ۱۱مه د تورخم تړل کېدو له وجې د سوداګرو لارۍ ولاړې دي.
د ۲۰۲۳ز کال د سېپتېمبر پر ۱۱مه د تورخم تړل کېدو له وجې د سوداګرو لارۍ ولاړې دي.

د خيبر ضلعې د سوداګرۍ او صنعتونو خونې غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره په تجارت کې خنډونه ليرې کړي.

د خونې مشر سيد جواد حسين کاظمي د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې بايد د کابل او اسلام اباد ترمینځ سياسي اختلافات پردوه اړخیزه تجارت ناوړه اغېز و نه کړي.

هغه وویل " له هند سره د پاکستان تجارت تل روان وي او [پر د سياسي اختلافاتو سربېره هم] نه درېږي. موږ وايو چې کومه سياسي مسله وي د هغې له وجې دې پوله بنده نه شي او تجارت دې روان وي ځکه چې په خيبر کې د خلکو د ګټې وټې بله وسيله نه شته او د خلکو، ډرېورانو، ټرانسپورټرانو، [د ګمرکي چارو شخصي کارکوونکو یا] کسټمز کلېیرنګ اېجنټس او سوداګرو کار روزګار له دې سره تړلی دی."

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت يو له مهمو لارو ده چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اختلافاتو له کبله وخت په وخت تړل کېږي.

د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت د امنیت او د وسلوالو د ورتګ مخنیوي لپاره پر ډېورنډ کرښه اغزن تار او د خلکو د تګ راتګ لپاره د سفري اسنادو لرل لازمي کړي دي.

دا راز د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا ډول له افغانستان سره پر نورو ټرانزېټي لارو د تګ راتګ کوونکو ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.

د دې په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ورته ګام واخیست او پر پاکستانیو ډرېورانو یې بندیز ولګاوه.

پاکستان تر ۱۰ ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر ۲۳مه له افغانستان سره د تجارت لارې پرانیستلې او د تورخم، غلام خان، خرلڅیو او انګور اډې له لارې يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان ترمينځ سوداګري بحاله شوه.

خو حکومت ډرېورانو او سوداګرو ته وویل چې د مارچ تر ۳۱مې پورې دې قانوني سفري اسناد ترلاسه کړي ځکه چې تر هغې وروسته به پر پوله د ازاد تګ راتګ اجازه نه لري.

په تورخم کې د سوداګرو اتحادیې مشر مجیب شینواري د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په دومره کمه موده کې پاسپورټ او ویزه اخیستل ممکن نه دي.

هغه غوښتنه کړې وه چې حکومت دې ورته د ویزې اخیستو چارې اسانه کړي. "سوداګرو، ټرانسپورټرانو او ډرېورانو ته بايد پر تورخم دروازه د ویزې سهولت ورکړل شي او یا هم داسې کار وشي چې پاکستان ورته په ترجیحي بنیادونو د ویزې عمل اسانه کړي."

سوداګر وايي چې دهغو محديتونو له وجې دوه اړخیزه تجارت په کمېدو دی.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې پولو د انتظام (بارډر مېنېجمنټ) تګلاره عملي کړه او له هغه وخت راهیسې عامو وګړ ته پر تورخم بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله او خپل شناختي کارډونه او تذکرې یې کارولې.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یوازې په ۲۰۲۳ز کال کې د تورخم دروازه پینځه ځلې د خلکو د تګ راتګ او تجارت په وړاندې وتړل شوه.

د تېر کال په ډېسمېبر کې پاکستانیو چارواکو په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښتل، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کړی وو.

XS
SM
MD
LG