د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې مظاهرچیانو پر امنیتي سرتېرو د یو سړي د نیولو او پر مور یې د تشدد کولو تور پورې کړی دی


د باړې په بازار کې ګڼ خلک د فبرورۍ ۲۱مې مظاهرې ته ورغلي ول.
د باړې په بازار کې ګڼ خلک د فبرورۍ ۲۱مې مظاهرې ته ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په باړه کې ګڼو سیاسي او مدني فعالانو او د سیمې اوسېدونکو پر یوه کور د چاپې پر مهال پر امنیتي سرتېرو پر یوې ښځې د تشدد او د هغې د زوی د نیولو په تور پورې کولو احتجاجي مظاهره کړې ده.

د فبرورۍ پر ۲۱مه د مظاهرې ګډونوالو وویل چې سرتېرو د باړې په سپاه کې د رحمت الله په نوم د یو کس پر کور چاپه وهلې او د هغه مور یې وهلې ده.

د پولیسو او امنیتي ادارې چارواکو د هغه نیول کېدل تایید کړي خو پر مور یې د تشدد کولو د تور په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې پر ټولنیزو شبکو داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شوي چې پکې د رحمت الله د مور پر مخ زخمونه ښکاري.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو او انځورونو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

د باړې سیاسي اتحاد غړي زاهد الله اپرېدي د باړې په بازار کې احتجاجي غونډې ته وویل، په تېرو کلونو کې د ناامنۍ پر مهال د خیبر خلکو ډېر تکلیفونه لیدلي دي. "په تېره بدامنۍ کې پر موږ ډېر ظلمونه شوي دي. بم دماکې (چاودنې)، وژنې هر څه مو وزغمل خو بې عزتي نه شو زغملای. دلته داسې بلا ګرځي چې له میندو بچي تښتوي."

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل. په سیمه کې د ناامني او پوځي عملیاتو له وجې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي ول او ډېرې کورنۍ نورو ځایونه ته کډه شوې وې.

ځایي سیاستوال خان ولي اپرېدي مظاهرې ته وویل چې د اپرېدیو د یوې ښځې "بې عزتي" شوې او پخوا به چې کله د اپرېدیو د "ښځو څادر ته چا لاس وروړ" نو هغوی به یی "لاس پرې کاوه."

هغه وویل د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او استخباراتي ادارو کارکوونکو ته په کار دي چې د سیمې له ولسي مشرانو سره "د تورو او سپینو کسانو فهرستونه شریک کړي، موږ به یې خپله ورولو خو داسې ډول بې عزتي او چاپې نه شو زغملی."

د خیبر د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۰مه د رحمت الله پر کور چاپه ووهله او هغه یې د پلټنو لپاره له ځان سره یووړ.

په خیبر کې یو استخباراتي چارواکي هم د فبرورۍ پر ۲۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې رحمت الله د ناامنۍ په یوشمېر پېښو کې مطلوب دی.

ده زیاته کړه چې نوموړی د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د تیرا څانګې غړی دی.

خو د رحمت الله کورنۍ دا تورونه ردوي البته هغې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رحمت الله مور پر ټولنیزو شبکو په ویډيوګانو کې ویلي دي چې زوی یې رکشه چلوي او که په کوم جرم کې ککړ وي نو باید عدالت ته وړاندې شي.

په پاکستان کې له ۲۰۱۱ز کال راهیسې امنیتي ځواکونه له وسلوالو سره د تړاو پر تور د چاپو پر مهال ځینې کسان نیسي چې پکې یوشمېر تر پلټنو وروسته خوشې کېږي او ځینې یې تر کلونو کلونو ورک وي.

په ورکو کسانو کې لوی شمېر د پښتنو او بلوڅانو دی چې کورنیو یې په بیا بیا عدالت د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شو.

د هغه کمېشن استازو د جنورۍ پر اتمه د ورکو کسانو په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال سپریم کورټ ته رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسېمبر پورې ورسره تر ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت شوي ول چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ کسانو قضیې ختمې کړې دي.

کمېشن په رپورټ کې زیاته کړې وه چې له ورکو څخه یې د ۲۶۱ مړي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG