د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د جنوبي وزیرستان تښتول شوی قاضي یې ازاد کړی دی


شاکر الله مروت د اپرېل پر ۲۷مه وسلوالو د ډېره اسماعیل خان او ټانک پر پوله له پرتې سیمې تښتولی وو - انځور: ارشیف
شاکر الله مروت د اپرېل پر ۲۷مه وسلوالو د ډېره اسماعیل خان او ټانک پر پوله له پرتې سیمې تښتولی وو - انځور: ارشیف

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي پولیسو د جنوبي وزیرستان ضلعي سېشنز جج شاکر الله خان مروت د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوی قاضي تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته لېږدول شوی دی.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې ایا حکومت هغه د وسلوالو د غوښتنو منلو په بدل کې خوشې کړی دی او که نه د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د هغه د تښتولو په اړه څه نه دي ویلي او نه حکومت د چا نوم اخیستی دی.

خو محمد علي سیف زیاته کړه چې په دې اړه به نور تفصیل وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

بل خوا د جنوبي وزیرستان وکیلانو د ضلعي سېشنز جج شاکر الله مروت د تښتولو د پېښې پلټنو لپاره د اپرېل پر ۲۹مه د یوې مظاهرې له لارې له سپریم کورټه د ازخود نوټس غوښتنه کړې ده.

په ټانک کې تر مظاهرې وروسته د جنوبي وزیرستان د وکیلانو مشر شیرپاو مسید مشال رېډیو ته وویل چې دوی له حکومته غواړي چې د شاکر الله مروت د تښتونې لړ کې ولس ته حقایق او تر شا یې لاس لرونکي قوتونه په ډاګه کړي.

وسلوالو شاکر الله مروت د اپرېل پر ۲۷مه د ډېره اسماعیل خان او ټانک ترمینځ پر پوله له پرتې سیمې تښتولی وو.

د ټانک د وکیلانو مشر شېرپاو مسید د اپرېل ۲۷مې په ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې قاضي شاکر الله خان مروت د هرې ورځې په څېر د اپرېل پر ۲۷مه هم ماسپښین مهال خپل کار پای ته ورساوه او له کچهریو څخه کور ته روان وو او چې شاوخوا درې نیمې بجې د ټانک او ډېره اسماعیل خان پر پوله په پرته سیمه محبت ګره ته ورسېد نو هلته یې وسلوالو ګاډی ودراوه.

د ده په وینا، وسلوالو د قاضي مروت تر تښتونې مخکې د هغه پر ساتونکي او ډرېور تشدد کړی او ګاډي ته یې هم تاوان رسولی دی.

صوبايي حکومت او امنیتي ادارو د هغه ژغورنې لپاره يو لوړ پوړې ځانگړې ډله جوړه کړې وه.

پولیسو تر هغې وروسته د شاکر الله مروت د خوشې کولو لپاره هلې ځلې پيل کړې چې حکومت او د پېښور های کورټ د ډسټرکټ او سیشنز جج شاکرالله خان مروت د تښتولو نوټس واخیست.

پيښور هاي کورټ په دې لړ کې د خېبرپښتونخوا د کورنيو چارو سيکرټري‌ او د صوبې د پوليسو مشر ورغوښتي وو او هغوی ته يې امر کړی وو چې د تښتول شوی قاضي ژر تر ژره راخوشی کړي.

په همدې حال کې تښتول شوي قاضي په یوه ۶۳ ثانیه ویډیو کې ویلي وو چې وسلوالو له حکومت څخه ځینې غوښتنې درلودې او هله به خوشي کړل شي چې دغه غوښتنې ومنل شي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورغځېدو وروسته هلته د پولیسو او عدالتونو نظام وروغځېد، خو د جنوبي وزیرستان په ګډون په یوشمېر ضلعو کې د امنیت خرابې وضعې، بېخبنا او د اړینو اسانتیاوو نه شتوالي له وجې عدالتونه په ګاونډیو ضلعو کې جوړ شوي دي.

د قاضي د تښتولو پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د ټانک ګڼو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې هلته امنیتي حالات خورا خراب شوي دي او هلته وسلوالې او جرم کوونکې ډلې فعالې دي.

د ټانک اوسېدونکي وايي چې په ځانګړي ډول له ډېره اسماعیل سره په نېږدې برخو کې د امنیت وضعیت ډېر خراب دی او پولیس تر ماښام وروسته ګزمې یا ګشتونه نه کوي.

د هغې ضلعې یو ځايي پولیس چارواکي اصغر وزیر د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي.

خو دا یوازې ټانک نه ده، بلکې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول په جنوبي ضلعو کې، ناامني زیاته شوې ده.

د صوبې د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) هم د اپرېل په پیل کې په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو او خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

رپورټ وايي، د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو انتظامي او امنیتي چارواکي اکثر په هدفي عملیاتو کې مشکوک وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. د پاکستان پوځ د اپرېل پر ۲۲مه په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اپرېل پر ۱۸مه د پارلېمان دواړو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې پر زیاتېدونکې ناامنۍ اندېښنه وښوده.

هغه وویل چې "ترهګري" یوه سیمه ییزه مسله ده چې د ختمولو لپاره یې باید د سیمې پر کچ ګډې هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG