د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند اسمبلۍ نویو غړو د خپلې دندې لوړه وکړه


په سیند اسمبلۍ کې تر ټولو زیاتې څوکۍ پیپلز ګوند ګټلي دي ـ پخوانی انځور.
په سیند اسمبلۍ کې تر ټولو زیاتې څوکۍ پیپلز ګوند ګټلي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند صوبې اسمبلۍ نویو غړو د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه کړې ده.

د اسمبلۍ سپیکر اغا سراج دراني د فبرورۍ پر ۲۴مه له هغو غړیو سوګند واخیست. په دوی کې د سیند صوبې پخوانی اعلا وزیر سید مراد علي شاه، فریال تالپور او پخواني صوبایي وزیر شرجیل مېمن په ګډون د پيپلز ګوند ۱۱۴ او د متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) ۳۶ غړي ول.

د سیند اسمبلۍ نهه غړو چې په ازاد حثیت کامیاب شوي ول، په سني اتحاد کونسل کې د شاملېدو اعلان کړی دی. د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او جي ډي اې غړو سوګند پورته نه کړ.

په کراچۍ کې د لوړې اخیستو مراسم په داسې مهال ترسره شول چې هلته د اسمبلۍ ودانۍ بهر د پاکستان تحریک انصاف، ګرینډ ډیموکریټیک الاینس (جي ډي اې) او جماعت اسلامي پلویانو په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو خلاف په احتجاج ول.

په عین حال کې د سیند نګران حکومت په صوبه کې د امنیتي وجوهاتو له وجې د یوې میاشتې لپاره د قانون ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

د هغې دفعې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

د سیند اسمبلي ټولې ۱۶۸ څوکۍ لري چې پر۱۳۰ یې استازي د مستقیم انتخاب له لارې ټاکل کېږي او پاتې څوکۍ د ښځو او د مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې دي.

د فبرورۍ پر اتمه د سیند اسمبلۍ د ټولو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات وشول. د ټاکنو کمېشن د وروستیو نتیجو له مخې، ۸۴ عمومي څوکۍ پیپلز ګوند، ۲۸ اېم کیو اېم، ۱۴ خپلواکو نوماندانو، دوه ګرېنډ ډیموکرټیک الاینس (جي ډي اې) او دوه جماعت اسلامي ګټلي دي.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د پاکستان د وفاق په څېر په صوبو کې هم د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت اړتیا وي. په دې توګه که یو ګوند ۸۵ استازي ولري نو په سیند کې حکومت جوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د فبرورۍ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د هغه ګوند ملاتړي خپلواک استازي په قامي او صوبايي اسمبلیو کې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شاملېږي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر وویل د تحریک لبیک پاکستان په ګډون د سيند او بلوچستان له سیاسي او مذهبي ګوندونو سره اتحاد کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د تېر کال په ډېسېمبر کې تحریک انصاف ته د ګوندي انتخاباتو په سم ډول نه کولو پر سر انتخاباتي نخښه ور نه کړه نو ځکه یې نوماندان په خپلواکه توګه انتخاباتو کې ګډون ته اړ شول.

د اصولو له مخې، که هغه ګوند غواړي چې حکومت جوړ کړي او د ښځو او لږکیو ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړي، نو باید یې منتخب غړي په اسمبلیو کې په یو ګوند ورګډ شي.

پیپلز ګوند د سیند صوبې د اعلا وزیر لپاره سید مراد علي شاه، د سپیکر دندې لپاره د اویس شاه اود مرستیال سپیکر څوکۍ ته نوید انتهوني نومولي دي.

د سیند اسمبلۍ تر غونډې یوه ورځ مخکې د پنجاب اسمبلۍ هم لومړۍ غونډه کړې وه چې پکې د اسمبلۍ۳۲۰ نویوغړو تر راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلې دندې لوړه کړې ده.

ټاکل شوې چې د پنجاب اسمبلۍ نوي منتخب غړي نن (د فبرورۍ پر ۲۴مه) د هغې جرګې سپیکر او د هغه مرستیال منتخب کړي.

XS
SM
MD
LG