د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او طالبان سامان وړونکیو موټروانانو ته اسانتیاوې برابروي


د تورخم په دروازه سامان وړونکي لارۍ تېرېږي ـ د جنورۍ ۲۳مې انځور.
د تورخم په دروازه سامان وړونکي لارۍ تېرېږي ـ د جنورۍ ۲۳مې انځور.

د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو چارواکو پرېکړه کړې چې د دواړو خواو ترمینځ سامان وړونکو ډرایورانو ته به اسانتیاوې ورکوي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک(کسټم) یو چارواکی ایمل شینواری، چې د خیبر د تاجرانو ډلې سره ننګرهار ته تللی وو، د جنورۍ پر ۲۶مه ناوخته یې مشال راډیو ته وویل چې هلته په شوی غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو خواوو ډرایورانو ته به سهولتونو ورکړل شي.

هغه وویل "په افغانستان کې د (طالبانو حکومت) تجارت وزیر، د ننګرهار ریاست ټرانسپورټ وزیر او د ګورنر له سیکرټري سره مو ملاقاتونه وشول او په راتلونکي کې به مو هم دا کوشش وي چې دا پوله بنده نه شي او تګ راتګ او تجارت ( ایکسپورټ امپورټ) نور هم زیات شي."

دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې د جنورۍ پر ۱۳مه پاکستان په تورخم دروازه هغه افغان ډرایوران اوښتو ته پرې نه ښودل چې ویزې او پاسپورټونه یې نه لرل. د دې په غبرګون کې افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو هم ورته اقدام وکړ او پوله د دواړه اړخیزه تجارت پر وړاندې تقریباً ۱۰ ورځې وتړل شوه.

هغه پوله د جنورۍ پر ۲۳مه د تجارت لپاره پرانیستل شوه خو پاکستان افغان ډرایورانو ته د ضروري اسنادو د جوړولو لپاره د مارچ تر ۳۱مې مهلت ورکړ. بلخوا افغان ډرایورانو مشال راډيو ته ویلي چې باید د ویزې پروسه دې ورته اسانه کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد وايي چې له افغانستان سره د تګ راتګ پر ټولو لارو یو ډول تګلاره عملي کوي او بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د سفر اجازه نه ورکوي. د پاکستان حکومت وايي چې دا کار د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.

همدا لامل دی چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱م راهیسې سوداګرو او مزدورانو پرلت ته دوام ورکړی دی او وايي چې حکومت باید ورته د پخوا په څېر د کندهار له سپین بولدک سره په شناختي کارډ، تذکرو یا بلې سفري اجازتنامې (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې پولو د انتظام (بارډرمېنېجمنټ) تګلاره عملي کړه او له هغه وخت راهیسې عامو وګړ ته پر تورخم بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله او خپل شناختي کارډونه او تذکرې یې کارولې.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې افغان ډرېورانو ته یې څو څو وارې ویلي دي چې د تګ راتګ لپاره خپل اسناد پوره کړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت پر وخت د مال وړونکو ګاډو او خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې پاکستانیو چارواکو په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښتل، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

XS
SM
MD
LG