د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف وايي چارواکو یې رسمي ووبپاڼه تړلې ده


په کراچۍ کې د تحریک انصاف یوې پلوۍ د ګوند بیرغ نیولی دی - د جنورۍ ۱۴مې انځور.
په کراچۍ کې د تحریک انصاف یوې پلوۍ د ګوند بیرغ نیولی دی - د جنورۍ ۱۴مې انځور.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) دعوه کړې ده چې په هېواد کې یې ووبپاڼه تړل شوې ده.

ګوند د جنورۍ پر ۲۶مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د اطلاعاتي او د ساینس او ټېکنالوژۍ چارو له لنډمهالو وزیرانو او د پاکستان مخابراتو ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) څخه وضاحت غوښتی دی چې ولې یې ووبپاڼه تړلې ده.

په کراچۍ کې د ګوند سیاستوال او انتخاباتي نوماند خرم شېر زمان هم د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې نوماندانو یې د محدودیتونو له وجې پر ټولنیزو شبکو کیمپېن ته دوام ورکړی دی خو د مخابراتو ادارې یې ووبپاڼه تړلې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او ساینس او ټېکنالوژۍ وزیرانو او داراز پي ټي اې د تحریک انصاف د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو ادارې د جنورۍ پر ۲۰مه دعوه وکړه چې په هغه هېواد کې د تخنيکي خرابۍ له وجې انټرنېټي خدمات ټکني شوي ول چې تر لږ ځنډ وروسته بحال شول. خو په نړۍ کې د انټرنېټ د څارنې ادارې نېټ بلاکس پر اېکس ليکلي ول چې پر هغه ورځ په پاکستان کې د تحریک انصاف د پرلیکه (انلاین) جلسې پر مهال يوټیوب، فېسبوک، اېکس او انسټاګرام کار نه کاوه.

په عین وخت کې په کراچۍ کې د شخصي چاپخانو مالکانو دعوه کړې ده چې چارواکو ورباندې د انتخاباتي کیمپېن پر پاڼو او اشتهارونو د عمران خان د انځور او د تحریک انصاف د بیرغ پر چاپولو بندیز لګولی دی.

د پاکستان سپریم کورټ د جنورۍ پر ۱۳مه د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې په ملاتړ له تحریک انصافه د کرکټ د بیټ (بلې) نخښه واخیسته او د هغه ګوند نوماندان یې په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخې اخیستو ته اړ کړل.

کمېشن تر دې وروسته هغو نوماندانو ته نخښې ورکړې. په پاکستان کې د لیک لوست کچ ټیټ دی چې له وجې یې انتخاباتي کمېشن ګوندونو او نوماندانو ته ځانګړې نخښې ورکوي چې دا بیا له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د نوماند نوم نه شي لوستای خو نخښې پېژني او د خپلې خوښې ګوند یا امېدوار ته ووټ ورکوي.

په کراچۍ کې یو درزي د تحریک انصاف ګوند د غړو غونډې لپاره بیرغ ګنډي - د جنورۍ ۲۴مې انځور.
په کراچۍ کې یو درزي د تحریک انصاف ګوند د غړو غونډې لپاره بیرغ ګنډي - د جنورۍ ۲۴مې انځور.

د کراچۍ په صدر سيمه کې د ځینو چاپخانو مالکانو د جنورۍ پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د سيمې پوليس او ضلعې انتطاميې چارواکو ورته په کلکه ويلي دي چې د تحریک انصاف د بیرغ او د هغه ګوند د مشر عمران خان انځور لرونکي پوسټرې او اشتهارونه دي نه چاپوي.

په کراچۍ کې د تحریک انصاف سیاستوالان د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ازادو امېداورانو په توګه برخه اخلي. دوی هم تور پورې کوي چې پوليس او ځای انتطاميه یې په ښار کې انتخاباتي کیمپېن ته نه پرېږدي.

د دوی په وينا، "نامعلومه کسانو" یې د ښار له بېلابېلو سيمو څخه د کیمپېن اشتهارونه هم لیرې کړي دي.

په کراچۍ کې د پي ټي ای يو مخکښ امير حمزه د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل په سيند صوبه او په خصوصي توګه په کراچۍ ښار کې ورسره ناروا چلند روان دی. "د ګوندونو او ازادو کانديدانو له خوا د ټاکنو لپاره کیمپېن روان دی خو د تحريک انصاف نوماندان چې په ازاد حیثیت په ټاکنو کې برخه اخلي، د ګوند بنسټګرعمران خان عکس او ګوند بیرغ پر پوسټر، بینر (اعلان یا لوحې) او پمفلېټ (اعلان پاڼه) نه شي لګولی."

په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ ۲۴۱مې حلقې څوکۍ ته کاندید او د پي ټي ای د سیند اسمبلۍ پخواني غړي خرم شېر زمان د جنورۍ پر ۲۴مه د سیند صوبې د انتخاباتو کمېشن مشر ته لیک استولی دی چې پکې یې د ټاکنو په اړه د هغې خپلواکه ادارې د لارښوونو نه عملي کېدو شکایت کړی دی. په لیک کې راغلي دي چې ضلعي انتظامیه او پولیس یې د ګوند غړي کیمپېن ته نه پرېږدي.

شېر زمان په لیک کې د ځينو پېښو مثالونه ورکړي دي او له انتخاباتي کمېشنه یې غوښتنه کړې ده چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په کراچۍ کې خبریال نعمت خان هم وایي چې د تحریک انصاف کاندیدان تر فشار لاندې دي او پر انتخاباتي اشتهارونو د عمران خان انځور او د ګوند بیرغ چاپ ته نه پرېښوول او له لارو او کوڅو څخه یې لیرې کول، د هم هغه فشار برخه ده.

خو د ټاکنو کمېشن د سیند څانګې مشر شریف الله له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحریک انصاف تورونه رد کړل او و یې ویل چې په ټوله صوبه کې ګوندونو او خپلواکو نوماندانو ته د کیمپېن یو ډول موقعې ورکوي.

اخوا د سيند صوبې نګران اعلا وزير مقبول باقر د جنورۍ پر ۲۵مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې چارواکو داسې هېڅ شکایت نه دی ترلاسه کړی چې ګواکې پولیس یا نورو انتظامي چارواکو دې د تحريک انصاف پر کانديدانو د انتخاباتي کیمپېن بنديز لګولی وي او یا دې یې د هغوی اشتهارونه لیرې کړي وي. "پوليسو او نورو چارواکو ته مو لارښوونه کړې ده چې په ټاکنو کې د چا ملاتړ و نه کړي. دوی بشپړ غیر سیاسي دي."

په اسلام اباد کې یو خپلواکه نوماند پر اشتهارونو د عمران خان عکس او د تحریک انصاف نوم لیکلی دی ـ د جنورۍ ۲۴مې انځور.
په اسلام اباد کې یو خپلواکه نوماند پر اشتهارونو د عمران خان عکس او د تحریک انصاف نوم لیکلی دی ـ د جنورۍ ۲۴مې انځور.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي او کمېشن وايي چې د دې لپاره یې چمتووالی نیولی دی. په پاکستان کې ګوندونو او نوماندانو د جنورۍ له ۱۴مې راهیسې کیمپېن ته دوام ورکړی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فايز عیسا په مشرۍ د قاضي محمد علي مظهر او قاضیې مسرت هلالۍ درې کسيزه جرګګۍ د پېښور های کورټ هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې د تحریک انصاف ګوند ته د بیټ نخښې ورکولو امر کړی وو.

درېواړو قاضیانو په شریکه لنډه فيصله کې وويل چې د تحريک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او د ټاکنو کمېشن له قواعدو سره سم نه ول او ورباندې د ګوند ۱۴ غړو شکايتونه لرل.

د جنورۍ پر ۱۰مه د های کورټ د دوو قاضيانو جرګګۍ د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته امر کړی وو چې پي ټي ای ته دې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره خپله پخوانۍ انتخاباتي نښه بحاله کړي.

د بیټ نخښې په اړه بحثونه تر هغې وروسته پیل شول چې د انتخاباتو کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر وکړ او زیاته یې کړې وه چې که داسې و نه کړي نو په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ بیټ نخښه ور نه کړي.

تحریک انصاف ګوند د ډېسېمبر پر دویمه داخلي انتخابات وکړل او ګوهرعلي خان د عمران خان پر ځای، چې د ۲۰۲۳ز کال له اګست راهیسې په زندان کې دی، بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب یې عمومي سېکرټر منتخب شول خو انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او انتخاباتي کمېشن له قانون سره سم نه ول شوي نو ځکه ورته د بیټ نخښه نه ورکوي.

تحریک انصاف د کمېشن د پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړ او عدالت د ډېسېمبر پر۲۶مه په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نخښې د بحالولو سپارښتنه وکړه.

تر هغې وروسته، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، انتخاباتي کمېشن په پېښور های کورټ کې هغې پرېکړې ته د بياکتنې درخواست جمع کړ چې های کورټ ومانه او د کمېشن پخوانۍ پرېکړه يې بحاله کړه.

تحریک انصاف د هغې په غبرګون کې بيا په عدالت کې درخواست جمع کړ چې د جنورۍ پر ۱۰مه يې دوه کسيزه جرګګۍ د هغه ګوند په حق کې پرېکړه واوروله خو د ټاکنو کمېشن په سپریم کورټ کې چیلېنج کړه.

پخوانی کرکټر عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې د سیاست ډګر ته داخل شو او پاکستان تحریک انصاف ګوند یې جوړ کړ.

نوموړي او ګوند یې په ۱۹۹۷ز کال کې په انتخاباتو کې د بیټ نخښې په کارولو برخه اخیستې وه.

هغه ګوند د ۲۰۰۲ز، ۲۰۱۳ز کال او ۲۰۱۸ز کلونو په عامو انتخاباتو کې هم د بیټ نخښه کارولې وه. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ په مخالفت کې د ۲۰۰۸ز کال له انتخاباتو پرېکون کړی وو.

تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې ګټلې وې چې په نتیجه کې یې عمران خان وزیراعظم شو. نوموړی د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو د عدم تحریک له لارې له دندې ګوښه شو.

عمران خان د دولتي رازونو د افشا کولو په قضیه کې بندي دی او پرضد یې یوشمېر نورې مقدمې هم دي چې هغه یې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG