د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنې مېرمنې له پیړیو راهیسې مبارزې دي


مېرمن نسیم ولي خان
مېرمن نسیم ولي خان

د خان عبدالولي خان کونډه او د عوامي نیشنل ګوند ( ولي ) مشره مېرمن نسیم ولي خان وايي سره د دې چې عمر یې زیات او و جود یې کمزوری دی ، خو د پښتنو د حقونو لپاره بیا هم خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

مېرمن نسیم ولي خان د مشال راډیو خبریال خالدخان سره ځانګړې خبري کړي او وايي لسګونه کلونه پخوا یې کورنۍ د باچاخان په مبارزه کې شامله شوې وه او ترننه یې دغې مبارزې ته ادامه ورکړېده.

مشال مرکه / بیګم نسیم ولي خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نسیم ولي خان وايي د ذوالفقار علي بوټو په حکومت کې عبدالولي خان او د هغه ملګري په بند کې واچول شول، په ګوند یې بندیز ولګید او په همدغو ورځو کې هغې عملي سیاست کې ګډون پيل کړ.

مېرمن نسیم ولي خان
مېرمن نسیم ولي خان

نوموړې زیاتوي :

(( په دې کې شک نشته چې بوټو یو جینیس « نابغه » سیاست وال و ، خو زه به ورسره د evil « بد » ټکی هم اضافه کړم ، نو ویلی شو چې هغه یو « بد نابغه » و . ​))

نسیم ولي خان وايي پښتنې میرمنې له پیړیو راهیسې د جرات سمبول دي، له ملالې میوندۍ نیولې تر ننه پورې چې پښتنو میرمنو کله هم اړتیا محسوسه کړې نو د هیڅ ډول قربانۍ څخه یې درېغ نه دی کړی.

نوموړې په دې مرکه کې له ډیرو سیاسي رازونو پرده پورته کړېده.

XS
SM
MD
LG