د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ((ميډيا او ځوانان)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

ميډيا او ځوانان اونيزه خپرونه په پاکستان کې د رسنيو رول او پر پښتنو ځوانانو يې اغېز ته ځانګړې شوې ده. په پاکستاني رسنيو کې تشدد او سختدريځۍ ته څومره ځای ورکړل شوی او سازشي نظريې تر کومه حده پکې خپريږي؟ دا رسنۍ تر کومه حده مسلکي او بې پلوه دي؟ پر خبرې پوښښ د رسنيو د مالکانو او امنيتي ادارو څومره اغېز دی؟ په پاکستان کې خبريالان له څه ډول ستونزو او خطرو سره مخامخ دي؟ پښتنو ځوانانو ټولنيزو رسنيو ته ولي مخه کړې ده؟ دا او نور د مشال راډيو په ځانګړې خپرونه ميډيا او ځوانان کې اورېدلای شئ.

دا پروګرام هره چارشنبه يا شروع د ماځيګر پر ۳:۱۵ بجې (کابل) او ۳:۴۵ (پېښور) او په تکراري ډول هره شنبه يا خالي د ماسپښين پر ۱:۱۵ بجې (کابل) او ۱:۴۵ (پېښور) اورېدلای شئ. د دې پروګرام د جوړولو لپاره احمد شاه اعظمي د پاکستان بېلا بيلو ښارونو ته سفر کړی او هلته يې له يو شمېر ځوانانو، خبريالانو او شنونکو سره خبرې کړي دي.

د دې خپرونې ټولې پخوانۍ او تازه برخې تاسې پر دې پاڼه اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG