د خیبر پښتونخوا د محصول، مالیې او نشه یي توکيو د مخنیوي ادارې (ایکسایز ټيکسیشن اینډ نارکاټکس کنټرول) چارواکي وايي چې په خیبر ضلع کې یې د کوکنارو غیرقانوني فصلونه له مینځه وړي دي.
په خیبر کې د ادارې چارواکي ایډیشنل اېس اېچ او ازلان اسلم د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې پر نېږدې ۲۰۰ کناله ځمکه یې د کوکنارو فصل له مینځه وړی او دا بهیر دوام لري.
د ادارې چارواکو ویلي دي چې په خیبر کې یوه تاڼه هم پرانیستل شوې او اوس به په مستقله توګه هلته د غیر قانوني فصلونو له مینځه وړولو او د نشه یي توکیو په کاروبار کې د ککړو کسانو پرضد کاروایی کېږي.
د خیبر فعالانو د دغو ګامونو هرکلې کړی دی خو وايي چې پکار ده حکومت ځايي کروندګرو ته په متبادله توګه د ګټې ورکوونکو فصلونو تخمونه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر اوسېدونکو او فعالانو وخت په وخت د مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې په سیمه کې د نشه یي موادو استعمال زیات شوی او باید چې حکومت یې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.