د ټانک د ضلعي پولیسو مشر عبدالسلام خالد تر پېښې لږ ساعت وروسته مشال راډیو ته وویل پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې قاضي شاکر الله خان مروت پیدا کړي.
جرګې پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې امن دې پر ځای کړي او که داسې نه شي کولای نو پوليسو ته دې واک او اختيار ورکړي چې هغوی د ناامنۍ مخه ونیسي.
د سرحدي ځواک (اېف سي) يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۵مه د کورمې په متاسنګر سيمه کې په يو کور کې په "غير قانوني توګه دېره" کسانو د امنيتي ځواکونو پر غړو د چاپې پر مهال ډزې وکړې چې پکې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل شول.
دا لاریون د اپرېل پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې او د سرکاري سکولونو اتحادیې په شریکه وکړ.
۱۵ کلن طیب خان وویل، په سیمه کې ډرېورانو، د ګاډو کلینرانو (چې کلېنډران بلل کېږي)، د رستورانونو کارکوونکو او ان د ملېشې سرتېرو هم ورباندې د جنسي تشدد هڅه کړې ده.
د اپرېل پر ۲۳مه سوداګرو او ځايي خلکو په مېشتي مېنه (چې مېشتي مېله هم بلل کېږي) کې جرګه وکړه او بازارونو ته یې د بجلۍ بحالولو غوښتنه وکړه.
د ژوبل شویو ماشومانو یو خپل صاحب نور مشال راډیو ته ویلي، دواړه ماشومان په خپلو کې سره وروڼه دي او ځمکلاندې بم سخت ژوبل کړي دي چې د یوه پکې پښه هم ډاکټرانو پرې کړې ده.
نور وښیئ