د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځونیخېلو جرګه: انتظامیه دې ژر تښتول شوی ماشوم له وسلوالو ازاد کړي


په بنو کې پولیس پر یوه سړک د خلکو تالاشي اخلي - پخوانی انځور.
په بنو کې پولیس پر یوه سړک د خلکو تالاشي اخلي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې د ځونيخېلو (جانیخېلو) د ولسي مشرانو جرګې له انتظامیې او امنیتي چارواکو غوښتي دي چې په وروستیو کې تښتول شوی څلور کلن ماشوم تر ژر تر ژره له وسلوالو ازاد کړي.

د اپرېل ۲۷مې د جرګې ګډونوالو وویل چې که هغه ماشوم خوشې نه شو نو احتجاجي پرلت پیلوي.

د ځونیخېلو یو مشر ملک موېز خان جرګې ته په وینا کې وویل چې هغه ماشوم د اپرېل پر ۲۶مه تښتول شوی خو پولیسو یې لا هم پته نه ده لګولې.

ده وویل چې هغه ماشوم د اېف سي ځواک د یو سرتېري زوی دی چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو له بنو ښاره تښتولی دی.

د بنو د پولیسو د پلټنیزو چارو مشر عقیق حسین د اپرېل ۲۷مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د بنو په ښار کې یې له لګېدلو څارګرو کیمرو څخه ویډیوګانې غونډې کړې دي او پلټنې کوي.

دی وايي چې پولیس هڅه کوي د هغو ویډیوګانو په مرسته د تښتوونکو پته ولګوي او ژر هغه ماشوم ازاد کړي.

د بنو په ځونیخېلو کې له اوږدې مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې د سیمې اوسېدونکو یې پر ضد څو ځلې مظاهرې، احتجاجي ناستې او جرګې کړې دي.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۵مه هم د سیمې ځایي مشرانو او فعالانو په یوه غونډه کې له حکومته د امنیت غوښتنه وکړه. هغه مهال انتظامي او امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د امنیت ټینګښت لپاره هدفي عملیات کوي او پر مهال یې یوشمېر مشکوک وسلوال هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG