د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: مشرف راته ویل، په کرزي ډیورنډ کرښه ومنه


اسفندیار خان وايي، پروېزمشرف راته د خپلې واکمنۍ پر مهال ویلي ول، که چېرې هغه د افغانستان ولسشمر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه ولاړې شي.

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان وايي چې د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف غوښتل دی د دې لپاره افغانستان ته ولېږي چې پر پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ډېورنډ کرښې په رسمي توگه د منلو لپاره فشار واچوي.

ښاغلي اسفنديار ولي خان د امريکا غږ ډیوه راډیو خبريال فضل عزيز سره په يوې ځانگړې مرکې کې ويلي، چې پروېزمشرف ورته د خپلې واکمنۍ پر مهال ویلي ول، که چېرې هغه د افغانستان ولسشمر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه ولاړې شي.

د اسفنديار ولي خان په وينا ده په ځواب کې پروېزمشرف ته وويل "که چرته ته په کشمير کې کنټرول کرښه «لائن اف کنټرول» د رسمي نړيوالې کرښې په توگه ومني نو کیدای شي بيا افغانستان هم د ډیورنډ کرښې په رسمې توگه منلو ته غاړه کښېږدي ".

اسفنديار ولې خان وايي کله چې پروېزمشرف دغه خبره واوریده، نو په تونده لهجه سره يې وويل "زما قام خو دا خبره نه مني".

اسفنديار ولي خان وایي چې مشرف ته یې په ځواب کې وويل "چې ستا قوم د کشمیر کرښه نه مني نو د حامد کرزي قوم به ولې د ډېورنډ کرښه ومني".

د عوامي نيشنل گوند مشر زياته کړه چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ډاډ څرگند کړ چې په نزدې وختونو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تیر وخت په پرتله ښې شوي دي. هغه وويل په وروستيو کې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او نور لوړ پوړي افغان چارواکي د پاکستان پوځي مرکز «جي اېچ کيو«، لېدو ته ورغلل، او د پاکستان پوځي چارواکي افغانستان ته ورغلل دا ښيي چې اوس دواړه ملکونه يو بل ته نزدې شوي دي او په یو بل باندې باور کولو ته لار هواره شوې ده.

هغه وويل په نږدې وختونو کې د افغانستان په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې چې کوم عمليات د ترهگرو په ضد ترسره شوي دي، هغه هم د دواړو ملکونو ترمینځ د باوري فضا جوړېدو سبب گرځېدلي.

اسفنديار ولي خان په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي ترڅو چې دواړه هیوادونه په گډه د ترهگرو په ضد يو نشي نو له سیمې نه به هېڅکله بدامني ورکه نشي.

د يمن جگړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې اسنفديار ولي خان وویل، دغه پردی جنگ دی او پاکستان بايد دې ته ور ونه دانگي. هغه وويل په ۱۹۸۰م لسيزه کې چې کله پاکستان د افغانستان جنگ ته دانگلي وو د هغې نتيجې په خپلو سترگو وينو، ټول پښتانه تر ننه د هغې له بدو اغېزو نه دي په امان، وينې يې تويې شوې، وکړېدل، اولا تر اوسه هم کړيږي.

XS
SM
MD
LG