د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې بیا پرانیستلې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستان له ۱۰ ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه یو وارې بیا له افغانستان سره د تجارت لارې پرانیستلې.

د تورخم، غلام خان، خرلاڅو او انګور اډې له لارې سر له ننه یو وارې بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ راشه درشه پیل شوې ده.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یا کسټمز یو چارواکي د جنورۍ په ۲۳مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا دروازه نن سهار لس بجې پرانیستل شوې او تجارت روان شوی دی.

د دوی په وینا، د جنورۍ په ۲۲مه په تورخم کې د پاکستانیو او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت چارواکو غونډه کړې او پر دې سلا شوي چې افغان ډرایورانو ته دې د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړل شي چې هغوی خپل سفر اسناد جوړ کړي.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا رنګه افغانستان ته په نورو ټرانزییټي لارو د اوښتو لپاره افغان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.

تر هغه وروسته د طالبانو حکومت هم ورته ګام واخیست او پر پاکستانیو ډرایورانو یې بندیز ولګولو. له هغې راهیسې په تېرو لسو ورځو کې پر تورخم او نورو لارو له افغانستان سره هر ډول تجارت ولاړ وو.

په شمالي وزیرستان کې د مېوو او د سبزۍ د سوداګرو د اتحادیې مشر حاجي عبدالله خان د لارې له خلاصېدو وروسته مشال راډيو ته وویل، هغوی خوشاله دي چې د پاکستان حکومت دم ګړۍ ته لارې بیا پرانیستلې. نوموړي وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت باید نور د ځنډ او خنډ‌ ښکار نه شي ځکه چې له وجې یې د دواړو غاړو سوداګرو ته په لویه پیمانه تاوان رسېږي.

د غلام خان بندر د سوداګرو د ټولنې جنرل سېکټري قمر زمان مسید هم مشال راډیو ته ویلي چې د تجارتي لارو له تړلو سره سوداګر د لویو ستونزو سره مخ کېږي او د دواړو خواوو حکومتونو له پکار دي چې د دې مسلې یو دایمي حل را وباسي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ویلي وو چې وېزې او پاسپورټ نه لرونکو ډرايورانو ته اجازه نشته چې پر تورخم مال وړونکي ګاډي پاکستان ته واړوي. هغه وخت هم سلګونه ګاډي تر څو ورځو د تورخم دواړو غاړو ته درېدلي وو.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د بارډرمنیجمنټ په نوم د پولې سنبالولو پالیسي عملي کړې او بغیر پاسپورټ او ویزې چا ته اجازه نه ورکوي چې په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي خو له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله. دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښت، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

XS
SM
MD
LG