د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر په تیرا کې د واورې ورېده پر انتخاباتو اغېز کولای شي؟


تیرا له پېښوره خواوشا ۱۰۰ کیلومیتره لېرې غریزه او سړه سیمه ده ـ پخوانی انځور.
تیرا له پېښوره خواوشا ۱۰۰ کیلومیتره لېرې غریزه او سړه سیمه ده ـ پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د خیبر ضلعې په لېرې پرتو سیمو کې واوره ورېدلې او یخني زیاته شوې ده، کاندیدان وایي پر دې سربېره یې کمپینونو ته دوام ورکړی دی.

له خیبره د صوبایي اسمبلۍ ۷۱مې حلقې ازاد کاندید محمد شفیق اپریدي مشال راډیو ته وویل چې ښایي په هغو سیمو کې د یخنۍ له امله د فبرورۍ پر اتمه زیات خلک ووټ اچولو ته لاړ نه شي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د ووټ ورکول ډېر مهم دي او پکار ده چې هر تن خپله رایه وکاروي.

ده وویل، "دا د دې سیمې د پرمختیا او د ماشومانو مستقبل او د هغوي د تعلیم صحت او داسې نورو سهولتونو لپاره ډېر اړین کار دی."

ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي او د دې لپاره ګوندونو او ازاد کاندیدانو انتخاباتي کمپینونه پيل کړي دي.

په کمپینونو کې کاندیدان بېلا بېلو سیمو ته ورځي او له خلکو ووټونه غواړي. ځینې کاندیدان اندېښنه لري چې د موسم سختوالی انتخاباتي عمل اغېزمنولای شي.

په خیبر کې فعال او خبریال خادوم خان اپریدی په ورستیو کې له تیرا باړې ته ستون شوی دی. هغه مشال راډیو ته وویل چې په تیرا کې واوره شوې ده او که د انتخاباتو پر ورځ هم د واوره وورېده نو دا د ووټ اچولو عمل اغيزمنولی شي.

هغه وویل "زه فکر نه کوم چې بیا په لویه شمېره کې خلک ووټ لپاره پولنګ سټیشنو ته ور نه شي لارې هم بندییږي او یخني هم زیاته وي البته سړي به خپله هڅه وکړي چې په هر حال کې لاړ شي خو ښځو لپاره به مشکله شي چې په واور کې له کورونو بهر ووځي."

د باړې او تیرا مرستیال کمېشنر او ریټرننګ افسر شهاب الدین خان مشال ریډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د موسمیاتو محکمې له مخې د فبرورۍ له پینځمې تر ۱۰مې د واورې ورېدو امکان نشته خو بیا هم هغوی د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې سیمې ته استوي چې په بیړنیو حالاتو کې د خلکو سره مرسته وکړي او سړکونه له واورو پاک کړي.

تیرا له پېښوره خواوشا ۱۰۰ کیلومیټره لېرې غرییزه او د ځنګلونو ډکه سیمه ده.

د تیرا درې پولې اورکزو، کورمې او د افغانستان ننګرهار ولایت سره لګېدلي دي او هلته هر کال په ډېره کچه واورې کیږي.

تیرا میدان ته په ۲۰۲۲ز کال کې سب ډویژن درجه ورکړل شوې ده. د هغې درې مساحت ۷۳۶ مربع کیلومیټره ده او د چارواکو په وینا د نفوسو شمېر یې ۲،۸۶،۰۰۰ دی.

دا ځل په خیبر ضلع کې د قامي اسمبلې په یوه حلقه اېن ای ۲۷ مه او د صوبایي اسمبلیو په دریو حلقو ۶۹ ، ۷۰ او ۷۱ باندې انتخابات کېږي چې د خیبر ضلعې څه باندې ۶۰۰،۰۰۰ خلک پکې د رایو ورکولو لپاره ثبت دي.

د خیبر اوسېدونکي له انتخاباتي امېدوارانو څه غوښتنې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00
XS
SM
MD
LG