د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې پر تورخم دروازه د ډرېورانو لپاره وېزه لازمي کوي


د تورخم پر دورازه تجارتي مالونو ګاډي تېریږي ـ انځور له ارشیفه
د تورخم پر دورازه تجارتي مالونو ګاډي تېریږي ـ انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې چارواکي وایي، پر تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې لرل د مارچ تر ۳۱مې وروسته د ټولو لپاره لازمي کوي.

په خیبر کې د کسټم یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د مارچ پر اتمه مشال ریډيو ته وويل چې ټرانسپورټرانو ته د مارچ تر ۳۱مې مهلت پای ته تر رسېدو وروسته افغان ډریورانو او ناروغانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کوي او تر دې وروسته به بغیر قانوني اسنادو هېڅوک پر دې لاره د سفر اجازه ونه لري.

چارواکي وايي، دا شرط پر پاکستانیو ډرايورانو هم عملي کېږي او هغوی هم باید بشپړ سفري اسناد ولري.

د پاکستانیو چارواکو له خوا په تورخم کې د لګول شوي اعلان عکس
د پاکستانیو چارواکو له خوا په تورخم کې د لګول شوي اعلان عکس

پر تورخم دروازه پاکستان ته د تلو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل د تېرو څو کلونو راهیسې لازمي دي خو افغان ناروغانو، د ناروغ سره یو تن پېوازي او افغان ډریورانو ته اجازه وه چې د ویزې پرته پاکستان ته سفر وکړي خو د روان کال په پیل کې پاکستانیو چارواکو هغه سهولت ختم کړ او د جنورۍ پر ۱۳مه یې تورخم د ویزې نه لرونکو پر وړاندې وتړلو.

د جنورۍ پر ۲۲مه د طالبانو او پاکستانیو چارواکو ترمینځ د خبرو په نتیجه کې تر ۱۰ ورځني ځنډ وروسته په دې شرط بیا پرانیستل شوه چې پر ټرانزیټي لارو سفر کونکي افغان ډرایوران به د مارچ تر ۳۱مې سفري اسناد پوره کوي.

د پاکستان او افغانستان ګډ چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز یا د تجارت او صنعتونو خونې مشر شاهد حسین د مارچ پر اتمه مشال ریډيو وويل، پکار وه په تېرو دوو میاشتو کې ډرایورانو ته ژر پاسپورټونه او ویزې جارې شوي وای خو داسې و نه شوه.

نوموړي زياته کړه "اوس دا کتل دي چې څومره افغان ډریورانو ته افغانستان پاسپورټونه او پاکستان ویزې ورکړي دي. تراوسه مالومه نه ده. دې اقداماتو دوه طرفه تجارت متاثر کړی دی او د سوداګرو سرمایه یې د خطر سره مخ کړې ده."

په پيښور کې د طالبانو حکومت قونسلګرۍ یو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې پر هغې موضوع یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او هېله من دی چې حل ته به ورسېږي.

پر تورخم او نورو لارو له پیړیو راهیسې خلکو بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د بارډرمنیجمنټ په نوم د پولې سنبالولو پالیسي عملي کړې او بغیر پاسپورټ او ویزې چا ته اجازه نه ورکوي چې په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي خو له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله. دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښت، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

XS
SM
MD
LG