د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله د وژل شویو شمېر۲۷ ته لوړ شوی دی


په سوات کې د ژغورنې ادارې کارکوونکي او ځايي اوسېدونکي پر یو کور د واورین کمر نړېدو تر پېښې وروسته لاندې شوي کسان باسي - د مارچ درېیمې انځور.
په سوات کې د ژغورنې ادارې کارکوونکي او ځايي اوسېدونکي پر یو کور د واورین کمر نړېدو تر پېښې وروسته لاندې شوي کسان باسي - د مارچ درېیمې انځور.

چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۸ ژوبل دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واروې او باران له وجې ۳۳ کورونه او په ځینې ځایونو کمرونه نړېدلي دي.

پي ډي اېم وايي چې هغه پېښې په باجوړ، پېښور، خیبر، سوات، بنو، مردان، کوز او بر دیر، لکي مروت، چارسده، نوښار، شانګله، بونېر، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، هنګو، اورکزیو او بټګرام کې شوې دي.

اداره وایي، له وژل شویو څخه یې ۱۶ماشومان او درې ښځې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند تیمور خان د مارچ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې له ځپل شویو او اغېزمنو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی. "د خيبر پښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډه پور ویلي چې امدادي کاروایۍ دې تېزې شي او متاثره خلکو ته دې امدادي رقم ورکړل شي. دا وخت موږ ټول تیار یو او د هرې ضلعې له انتظامیې سره په رابطه کې یو چې د متاثره خلکو مرسته وکړو."

د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وایي، د پرله پسې باران او واورې له وجې د ژغورنې په کار کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د ادارې ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر دویمه د سوات په مټه کې نهه کسان د کور چت پرېوتو له وجې لاندې شوي دي چې ورڅخه یې دوی څلور مړي او دوه ژوبل کسان ایستلي او د پاتې کسانو د ایستلو چارې روانې دي.

ده وویل، د خیبر پښتونخوا په شمال کې ګلیاتو، هزارې او ملاکنډ ډېوېژنونو ته "خلک د سیل لپاره ورغلي ول، هغوی هلته ایسار شوي دي، سړکونه او ګاډي خراب شوي دي. له هغو کسانو سره هم مرستې کوو."

په سوات کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاندې شفیقې ګل د مارچ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په مټه کې یو واورین کمر یو کور لاندې کړی چې پکې د وژل شویو شمېر اووه ته رسېدلی دی.

نوموړې وايي چې پېښه د مارچ پر دویمه شوې وه او ټول نهه تنه تر کور لاندې شوي ول.

د هغې په خبره، ژغورونکو پر هغه ورځ څلور مړي او دوه ژوبل کسان وایستل خو د سخت ورښت له وجې یې شپې مهال د ژغورنې چارې ودرولې.

ګل زیاتوي چې د مارچ پر درېیمه یې د پېښې له ځایه درې نور مړي ایستلي دي.

په همدې حال کې د خیبر د لواړګي (لنډي کوتل) انتظامي مشر (مرستیال کمېشنر) ویلي دي چې په بازار زخه خېلو کې د ورښتونو پر مهال د یو کور نړېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

ارشاد مومند مشال راډیو ته وویل چې پېښه د مارچ پر درېیمه په ژړوبي (جړوبي) کلي کې شوې او په وژل شویو کې څلور ماشومان او دوه ښځې دي.

چارواکي وايي چې په تېرو ورځو کې د ورښتونو پر مهال په سیمه کې لسګونه کورونو ته زیان اوښتی دی.

د خیبر پښتونخوا په په سوات، شانګله، بونېر، چترال، بر دیر، مردان، نوښار، هنګو او قبایلي ضلعو کې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو او واورو ورېدو لړۍ پيل شوې ده.

د زیاتو ورښتونو او واورې له وجې په بېلابېلو برخو کې د کمرو نړېدو او په خوړونو او سیندونو کې د سېلابونو له امله ځینې سړکونه بند شوي دي. چارواکي وايي چې د شانګلې او بشام ترمینځ پر سړک اوبه جمع شوې دي او د سوات او کالام مرکزي سړک واورې بند کړی دی.

انتظامي چارواکي وایي، د سړکونو خلاصولو ته یې دوام ورکړی دی.

بل لوري ته د موسمياتو ادارې آټکل کړی دی چې په خیبر پښتونخوا کې به تر شاوخوا ۲۴ ساعتونو وروسته ورښتونه ودرېږي.

په همدې حال کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې هم ورښتونه روان دي.

د هغې صوبې په ګوادر کې د بارانونو پر مهال په پېښو کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

چارواکي وايي، بارانونو او سېلابونو په ګوادر، کیچ، خاران او کوټه کې ۱۴۰ کورونه زیانمن کړي دي.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي اداره وايي، تر ټولو زیات بارانونه په ګوادراو پسني کې شوي دي.

د ادارې په وینا، د خلکو په کورونو او لارو کوڅو کې اوبه ولاړې دي او په ځینو سیمو کې سړکونه هم اوبو وړي دي.

XS
SM
MD
LG