د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر مزدوران وایي د طالبانو حکومت یې پر ویزې لرلو سربېره افغانستان کې کار ته نه پرېږدي


په تورخم کې مزدوران د مارچ پر ۲۳مه خپل سفري اسناد ښيي.
په تورخم کې مزدوران د مارچ پر ۲۳مه خپل سفري اسناد ښيي.

د خیبر ضلعې د مزدورانو ټولنه وايي، د طالبانو حکومت پر سفري اسنادو لرونکو پاکستانيو مزدورانو افغانستان ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د اتحادیې یو مشر حضرت سلام د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، شاوخوا ۶۰۰ مزدوران پاسپورټونه او د افغانستان ویزه لري خو طالبان یې هلته کار ته ورتګ ته نه پرېږدي.

هغه وویل، د طالبانو حکومت دا کار ځکه کوي چې پاکستان پر افغان مزدورانو محدودیتونه لګولي دي.

خو د حضرت اسلام په وینا، فرق دا دی چې افغان مزدوران قانوني اسناد نه لري خو د خیبر له مزدورانو سره ټول قانوني اسناد پوره دي.

نوموړي په افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه د دې مسلې د هواري غوښتنه وکړه.

د خیبر مزدورانو ټولنې د طالبانو د حکومت د دې پرېکړې پر ضد په تورخم کې احتجاجي خیمه هم وهلې ده.

د پرلت یو ګډونوال زرا جان مشال راډیو ته وویل چې د تورخم دواړو غاړو ته به یې خوراکي توکي لېږدول او د ورځې به یې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې روپۍ ګټلې خو له تېرو څو ورځو راهیسې یې کاروبار بند پروت دی. "ما به له پاکستانه چپس، شوده او انډې (هګۍ) هغې غاړې ته وړې، هلته به خرڅولې او په هغو روپیو به مې هلته چاکلېټ، بېسکېټ، شامپو او صابون واخیستل، دلته (خیبر) ته به مې راوړل او خرڅ به مې کړل. اوس مو طالبان دې ته هم نه پرېږدي چې له ناروغانو او مساپرو سره سامانونو یوسو او کوم بل کار شروع کړو."

د طالبانو حکومت لا د مزدورانو د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

خو په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ یو چارواکي شاهد الله د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه پوره معلومات نه لري خو دا مسله به له اړوند چارواکو سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د مارچ تر ۳۱مې وروسته به افغان ډرېورانو او ناروغانو ته بې له پاسپورټ او ویزې پاکستان ته د تګ اجازه ور نه کړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي. هلته ډېری خلک له تېرېدونکو مساپرو سره سامانونه لېږدوي او یا نور کارونه کوي.

خلکو به پخوا پر تورخم او نورو لارو بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې بې له ویزې او پاسپورټه خلکو ته د سفر اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستانیو سوداګرو او ډرېورانو یوازې په تذکرو او شناختي کارډونو هم د تګ راتګ اجازه لرله.

د پاکستان د دې پرېکړې پرضد په چمن او انګور اډه کې له څو میاشتو راهسې پرلتونه ناست دي خو حکومت وايي چې له دې اقدامه نه په شا کېږي.

XS
SM
MD
LG