د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم د نویو محدودیتونو له وجې تجارت درېدلی دی


چارواکي او سوداګر وايي د جنورۍ له ۱۳مې راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه مال وړونکي ګاډي درېدلې دي - پخوانی انځور.
چارواکي او سوداګر وايي د جنورۍ له ۱۳مې راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه مال وړونکي ګاډي درېدلې دي - پخوانی انځور.

په تورخم کې د پاکستانیو چارواکو له خوا د سامان وړونکو ډرېورانو لپاره د سفري اسنادو د لازمي کولو له کبله هلته سوداګري درېدلې ده او کاروباریان د مالونو خرابېدو وېره لري.

د پاکستان د ګمرک (کسټم) دفتر او پلټنو وفاقي ادارې (اې اېف اې) چارواکو د جنورۍ پر ۱۳مه بې له پاسپورټ او ویزې پر تورخم د مال وړونکو ګاډو تګ راتګ ودراوه چې په غبرګون کې یې هغې خوا ته د طالبانو د حکومت چارواکو هم ورته اقدام وکړ.

له هغې ورځې راهیسې د جنورۍ تر ۱۵مې پورې دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ ولاړې دي.

په تورخم کې یو سوداګر او د ګمرکي چارو د ټولنې یو مشر واحد خان شینواري مشال راډیو ته وویل چې د سفري محدودیتونو له وجې "زیاتره سوداګرو د تازه مېوو او سبزیو ګاډي بېرته وګرځول او اوس به هغه مالونه په نیمه بیه خرڅوي او کرایه به هم په [ډرېورانو] تاوان شي ځکه چې له [قواعدو سره سم] چې یو ځل مال تورخم ته ولېږدول شي او بیا یې پېښور ته وړي، نو شاوخوا ټول تاوان په سوداګر راځي."

دی وايي، "۸۰ فیصده امکان دی" چې په تورخم کې په ولاړو ګاډو کې مالونه خراب شي، نو ځکه د دې مسلې ژر هواری اړین دی.

شینواري وویل چې افغان ډرېوران د ویزو اخیستو ته تیار دي خو د پاسپورټ په جوړولو او د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو کې خورا زیات مشکلات لري.

دی زیاتوي، که د پاکستان حکومت هغو مال وړونکو ډرېورانو ته پر تورخم د ویزې ورکولو بندوبست وکړي، نو دا کار به اسانه شي.

چارواکي وايي، په تورخم کې د مساپرو تګ راتګ د پخوا په څېر روان دی - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.
چارواکي وايي، په تورخم کې د مساپرو تګ راتګ د پخوا په څېر روان دی - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.

په تورخم کې یو بل سوداګر اېمل خان هم د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې په بیا بیا د لارې بندېدو او محدودیتونو له وجې یې کاروبار زښت اغېزمن شوی دی.

نوموړی وايي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت چارواکي دې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړه ځکه چې "ډرېوران له سخت مشکل سره مخامخ دي او په لاره کې د خوړو او اوبو بندوبست نه شته او یخني هم زیاته ده."

د پاکستان د تازه اقدام له وجې د جنورۍ پر ۱۵مه پر تورخم دوه اړخیزه سوداګري درېدلې ده او تر اوسه د دواړو لوریو د چارواکو ترمینځ پر دې موضوع خبرې نه دي شوې.

په تورخم کې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پخوا به یې د وفاقي حکومت په امر افغان ډرېورانو او ناروغانو ته بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکوله خو اوس د نوي حکم پر اساس دا کار نه شي کولای.

چارواکي وايي چې د دواړو خواوو مساپر پر تورخم د پخوا په څېر په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ کوي او هغه بهیر له دې نوې پرېکړې نه دی اغېزمن شوی.

په تورخم کې د ګمرک (کسټم) یو چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې د جنورۍ پر ۱۳مه د مال وړونکو ګاډو د ډرېورانو لپاره بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ مهلت پای ته ورسېد، نو ځکه یې د پاکستان پوځ د عملیاتي چارو ریاست (پاکستان مېلېټري اپرېشن ډایرېکټرېټ) په سپارښتنه بې له سفري اسنادو د ډرېورانو تګ راتګ ودراوه.

صدیق اکبر زیاتوي چې د پوځ هغه اداره په سرحدي سیمو کې دا ډول پرېکړې کوي.

په تورخم کې افغان او پاکستانیو سوداګرو مشال راډیو ته وویل چې له دې ډول اقداماتو سره دوه اړخیزه تجارت اغېزمنېږي.

اسلام اباد وايي چې له افغانستان سره د تګ راتګ پر ټولو لارو یو ډول تګلاره عملي کوي او بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د سفر اجازه نه ورکوي. د پاکستان حکومت وايي چې دا کار د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.

همدا لامل دی چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱م راهیسې سوداګرو او مزدورانو پرلت ته دوام ورکړی دی او وايي چې حکومت باید ورته د پخوا په څېر د کندهار له سپین بولدک سره په شناختي کارډ، تذکرو یا بلې سفري اجازتنامې (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې پولو د انتظام (بارډرمېنېجمنټ) تګلاره عملي کړه او له هغه وخت راهیسې عامو وګړ ته پر تورخم بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله او خپل شناختي کارډونه او تذکرې یې کارولې.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې افغان ډرېورانو ته یې څو څو وارې ویلي دي چې د تګ راتګ لپاره خپل اسناد پوره کړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت پر وخت د مال وړونکو ګاډو او خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې پاکستانیو چارواکو په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښتل، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کړی وو.

XS
SM
MD
LG