د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي


په ننګرهار کې رضاکاره ښوونکي ماشومانو ته تعلیم ورکوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو په ننګرهار ولايت د "تعليمي اشر" په نامه پروژې ته کتنه کړي. د ولايت پوهنې رياست وياند وايي، د کورونا وايرس وبا له وجې د ژوند نورو برخو په شان د زده کوونکو تدريس ته هم زيان رسېدلی. په دي لړ کې پوهنې وزارت له تعلیمیافته خلکو وغوښتل چې په رضاکارانه توګه په ښوونځيو کې د درس ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي. د وزارت وياند محمد اصف شینواری وايي، د ۴۰۰ ښځو په ګډون، شاوخوا ۱،۵۰۰ رضاکارانو ورسره نومونه لیکلي او په ښوونځیو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي. ناحکومتي ادارو د دې ګام هرکلی کړی او په دې کې ونډه هم لري. همداراز، د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د ځوانانو سازمانونه په خپل مټ د تعليمي هلو ځلو د دوام هڅې کوي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG