د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان


د کتاب نړیواله ورځ او پښتانه ځوانان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:50:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د دې اوونۍ د "ځوانانو غږ" خپرونې ګډونوالو وویل، پښتانه به هغه مهال له نورو قامونو سره سیالېږي چې کتاب خپل کړي. د ځوانانو په خبره، بايد زده کونکي د خپلو نصابي کتابونو ترڅنګ د ساينس، تاريخ، سياست او نورو ټولنيزو موضوعاتو په اړه هم کتابونه ولولي. دوی دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب او د خپراوي حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت وکړې. خو موږ په ځوانانو غږ خپرونه کې یوازې د کتاب پر لوست، ارزښت او له دې سره په تړلو نورو موضوعاتو په اروپا او خیبر پښتونخوا کې له ځوانانو سره خبرې کړي. د خپرونې برخوال وايي، ځوانان اکثر د کتاب پر ځای په ټولنیزو شبکو کې وخت تېروي چې د هغوی د تاوان سبب کېدای شي. د خپرونې ګډونوال د برتانیې په پوهنتون کې د ډاکترۍ زده کوونکی ضیا الله همدرد، د جرمني د پساو پوهنتون زده کوونکی اویس احمد خان، په ډېره اسماعیل خان کې مدني فعال عالمزېب مسید او له پېښوره فعاله وږمه فېروز ول. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG