د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟


د مشال خان له وژنې وروسته په ټولنه کې څه فکري بدلون راغلی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د دې اوونۍ ځوانانو غږ خپرونه د مردان عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کونکي مشال خان د څلورم تلين په مناسبت چمتو شوې ده. د خپرونې ګډونوال وايې چې په دغه سيمه کې د سختدريځۍ مخنيوی د ټولنې د هر وګړي کار دی خو د دوی په خبره تر ټولو زياته ذمه واري رياست راځي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د تعليمي ادارو او مدرسو په نصاب کې داسې اصلاحات وکړي چې په نتيجه کې يې د بېلا بېلو مذهبونو د پلويانو ترمنځ نفرتونه ختم او ورورولي زياته شي. بلخوا په خپرونه کې شامل حکومتي استازی وايي چې ياد اصلاحات به کوي. د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پر دې بحث شوی چې په ۲۰۱۷ز کال کې د مذهب سپکاوي په تور د مشال خان تر وژنې وروسته د دغه سيمې په ځوانانو کې څه فکري بدلون راغلی او که نه؟ د خپرونې ګډونوال وايي که څه هم د دغه سيمې ځينې ځوانانو د مشال خان ملاتړ کړی خو لا هم په ټولنه کې د بشپړ بدلون لپاره رياست ته ډېر څه کول دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

XS
SM
MD
LG