د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدم تشدد او پښتانه ځوانان


عدم تشدد او پښتانه ځوانان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:39:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ځوانانو غږ خپرونه کې مېلمانه وايي، په تېرو وختونو کې څومره کار په پښتنه ځمکه د عدم تشدد لپاره شوی نو هغه په نړۍ کې هېچرته نه دی شوی خو د دې باوجود دا ځمکه له ډېر وخت راهيسې د تشدد لپاره کارول کيږي او د سيمې ځوانان اوس هم د جنګ خشاک جوړيږي.

د دې اونۍ د ځوانانو غږ خپرونې ګډونوالو وويل چې په تېر وختونو کې څومره زيات کار په پښتنه ځمکه د عدم تشدد لپاره شوی نو هغه په نړۍ کې هېچرته نه دی شوی خو د هغو باوجود دا ځمکه له ډېر وخت راهيسې د تشدد لپاره کارول کيږي او د سيمې ځوانان اوس هم د جنګ خشاک جوړيږي. البته دوي پر دې عقيده دي چې اوس پښتنانه ځوانان پوهه شوي چې د پردو ګټو لپاره به نور نه استعماليږي. دا په داسې حال کې ده چې نن د اکتوبر دویمه نېټه د عدم تشدد یا نه تاو تریخوالې نړیواله ورځ ده. د مشال رېډيو د نن ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې مو له ځوانانو سره پر همدغه موضوع خبرې کړي دي. موږ سره مېلمانه دي له جلال اباده ځوانه مدني فعاله ملالۍ مېوند،هم له جلال اباده مدني فعال اسد الله خالېز او له پېښوره د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د اېم فل زده کونکی، ځوان سياستوال او اديب شوکت سواتی.
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
XS
SM
MD
LG